د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د کورنیو چارو وزارت: په کابل کې وروستۍ خونړۍ حمله وسله والو طالبانو کړې


د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې وروستۍ خونړۍ حمله وسله والو طالبانو کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ په دشت برچي کې د حملې مسؤلیت د داعش وسله والې ډلې واخیست.

خو د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي پرون د مارچ په اتمه ازادي راډیو ته وویل چې د دوی په تحقیقاتو کې څرګنده شوې چې د حملې عاملان وسله وال طالبان وو.

نصرت رحیمي وویل:

"خپله ترصدچي د هاوان ونیول شو او دوه تنه نور هم چې په ساحه کې یې حضور درلود، د ځانګړو ځواکونو په حمله کې ووژل شول، دا حمله طالبانو ترورېستانو کړې ده، دا ډېره واضح ده، کوم کس چې موږ نیولی، له هغه تحقیقات شوي دي."

نصرت رحیمي وویل چې تحقیقات دوام لري.

هغه له دې امله د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د غرمې د دولس بجو په شااوخوا کې د وحدت حزب د پخواني مشر عبدالعلي مزاري په یاد پر جوړه شوې غونډه راکټي حملې وشوې.

په غونډه کې ډېر ولسي وګړي، د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی، جمهوري ریاست ته کاندید محمد حنیف اتمر او یو شمېر نور پېژندل شوي سیاسي کسان موجود وو.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات پر ټوېټر ولیکل:

"ترهګرو د روشن ټيليفوني شبکې له یوه برجه چې د پغمان او اتلسمې ناحیې تر منځ و، راکټ راویشتي دي.

د حکومتي چارواکو په وینا، په حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ ته لوړ شوی دی.

په حمله کې ۹۵ تنه زخمیان شوي دي.

فردی که در حملات راکتی روز پنج‌شنبه زخمی شده‌است
فردی که در حملات راکتی روز پنج‌شنبه زخمی شده‌است

وسله والو طالبانو د حملې مسئولیت نه دی اخیستی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په داسې مواردو کې چې حملې ډېر ملکي تلفات لري، وسله وال طالبان د مسؤلیت له منلو ډډه کوي او د داعش وسله واله ډله له موقع د ځان په ګټه د تبلیغ لپاره مسؤلیت مني.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې داعش تر ډېره حده په افغانستان کې ځپل شوی او د داسې حملو توان نه لري.

په کابل کې د وروستۍ خونړۍ حملې مسؤلیت په داسې وخت کې پر طالبانو اچول شوی چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې په اړه خبرې کېږي.

ایا دا د سولې خبرو ته زیان نه رسوي؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل: "د سولې بهیر بېل بهیر دی او روان دی، هغه چې نتیجه ورکوي یا نه ورکوي، بېله خبره ده، خو زموږ عملیات له نورو امنیتي ارګانونو سره په ګډه د دښمنانو پر ضد زیات شوي، هم تهاجمي او هم تعرضي عملیات زموږ زیات شوي دي."

د کورنیو چارو وزرات وايي چې د ملي امنیت له ریاست سره په ګډه په دې اړه تحقیق کوي چې حمله کوونکو ته وسلې څرنګه او له کومه ځایه رسېدلې وې.

XS
SM
MD
LG