د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۲

انتخاباتو کمېسیون: شکایتونو کمېسیون دې د ۱۵ ولایتونو نتایج موږ سره شریک کړي


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱۵ ولایتونو د وروستیو پایلو برخلیک یوه ستره ننګونه ګڼي او ټینګار کوي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون باید ژر تر ژره د خپلو څېړنو نتایج د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره شریک کړي.

د دغه کمېسیون د دالانشاء مشر حبیب‌الرحمان ننګ د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د انتخاباتو د قانون تعدیل د کمېسیون کارونه له ستونزو سره مخ کړي او که د ۱۵ ولایتونو نهايي نتایج د دوی په واک ور نه‌کړل شي ستونزې به لا پراخې شي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د انتخاباتي شکایتونو له کميسیونه غواړو څو ژر تر ژره د پاتې ولایتونو انتخاباتي نتایج له موږ سره شریک کړي، زموږ باور دا دی چې باید په ګډه کار وشي، ځکه په یوه حساسه مرحله کې یو، بالاخره د دي مسوولیت انتخاباتي شکایتونو کميسیون ته ور ګرځي."

دا په‌داسې حال کې ده چې یو شمېر معترض نوماندان، د ولسي جرګې غړي او سیاسي ګوندونه بیا د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتایجو په لغو کېدو ټينګار کوي.

د ولسي جرګې برحاله مرستیال او يو تن معترض نوماند همایون همایون بیا تر دې مخکې په کابل کې د يوې راټولېدنې پرمهال خبرداری ورکړی، که ولسمشر د ولسي جرګې د ۱۶مې دورې د کار لپاره د دغې جرګې پرانېسته ونه‌کړي، معترض نوماندان به په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي.

د ولسي جرګې برحاله مرستیال او يو تن معترض نوماند همایون همایون
د ولسي جرګې برحاله مرستیال او يو تن معترض نوماند همایون همایون

بل‌‌خوا د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو او فساد له امله د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران لویې څارنوالۍ ته معرفي او د ولسمشر له‌‌خوا ممنوع‌الخروج اعلان شول.

په‌‌داسې حال کې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له ترسره کېدو شپږ میاشتې اوړي، خو تر اوسه يوازې د ۱۵ ولایتونو پایلې اعلان شوي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تردې مهاله د ولسي جرګې ۸۰ بریالیو نوماندانو خپلې اعتبار پاڼې ترلاسه کړي.

هڅه مو وکړه چې په‌دې اړه د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون نظر هم ولرو، خو له ډېرو هڅو وروسته هم ونه توانېدو چې د دغه کمېسیون د چارواکو نظر واخلو.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست ټينګار کوي چې افغان ولسمشر د قانون پر اساس د ملي شورا د غړیو له بشپړېدو سره به ملي شورا پرانېزي.

د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا رامنځته شویو کړکېچونو ته په کتو وايي، دا مسایل سبب شوي چې انتخابات په خپل انحصار کې واخلي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وویل:

د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

"د شکایتونو کمېسیون صلاحیت لري چې د قانون د حکم پر اساس عدالت تأمین کړي، که دوی هوکړې ته نه رسېږي، په‌دې صورت کې موضوع ځانګړې محکمې ته راجع کېږي ،خو زه هېله‌مند یم چې دا موضوع دومره پیچلې نه‌شي چې ډېر وخت ونیسي او لا ډېرې ستونزې رامنځته کړي."

ښاغلي رشید ټينګار کوي، د انتخاباتي کمېسیونونو له لوري هر ډول پرېکړې باید د انتخاباتو د څار بنسټونو سره په مشورې ترسره شي.

نوموړي همدارنګه وویل، اړتیا ده، څو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له دې وروسته په پوره دقت او پوره شفافیت عمل وکړي، څو رامنځته شوي ستونزې هوارې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG