د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ایرلنډه لوبه وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن ایرلنډ مات کړ. دا د دوی څلورمه یو ورځنۍ لوبه وه.

افغان ټیم تر اوسه له پنځو لوبو دوه-یو مخکې دی او د یکشنبې د ورځې لوبې په ګټلو سره به د یو ورځنیو لوبو اتلولي هم وګټي. افغان لوبډلې نن ٢٢٣ منډې وکړې.

کپټان اصغر افغان ٥٤، محمد نبي ٦٤ او راشد خان ٥٢ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د ایرلنډ ملي لوبډله ونه توانېده چې هدف ته ورسېږي او په ١١٥ منډو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

افغان ټیم د نږدې ١٥ اورونو او ١٠٩ منډو په توپیر نننۍ لوبه وګټله.

چټک بالر افتاب علم نن یوازې سر د ایرلنډ نږدې نیمایي ټیم یعنې څلور ویکټې ترلاسه کړې.

راشد خان دوه، مجیب ځدراڼ دوه، ګلبدین نایب یوه او محمدنبي هم یوه وروستۍ ویکټه واخېسته.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د ایرلنډ له ملي ټیم سره وروستۍ پنځمه یو ورځنۍ لوبه همدا یکشنبه ولوبوي.

افغانستان له ایرلنډ سره په هند کې د شل اورېزو لوبو تر دې مخکې درې پر صفر ګټلی و او تمه ده څو ورځې وروسته یوه ټېسټ لوبه هم ورسره وکړي.

پخواني معلومات

د هند په دهرادون کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۲۳ منډو له جوړېدو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

وروستی لوبغاړی راشد خان و چې د ۵۲ منډو له جوړېدو وروسته وسوځېد.

په‌دې یوې ورځنۍ لوبه کې چې پچه ایرلنډ ګټلې وه، افغان لوبډلې ته یې لومړی د بېټنګ بلنه ورکړه.

  • پخواني

د هند په دهرادون ښار کې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن روانه ده.

دا د دغو دوو لوبډلو ترمنځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه ده.

په‌دې لوبه کې چې پچه ایرلنډ ګټلې ده، افغان لوبډلې ته یې د بېټنګ بلنه ورکړې ده.

د افغانستان شپږ لوبغاړي تراوسه اوټ شوي او یو سل او اتلس منډې یې جوړې کړي دي.

تردې وړاندې درې نورې یو ورځنیو لوبو کې یوه یې افغانستان او یوه ایرلنډ ګټلې وه او درېیمه د باران د ورېدو له کبله لغو شوه.

د افغانستان لوبډلې وړاندې درې سره شل اووره سیالۍ له ایرلنډ څخه ګټلي وې.

XS
SM
MD
LG