د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

محقق: د کابل حمله داعش له حکومتي ملاتړ پرته نه‌شي ترسره کولای


د کابل د پېښې عکس
د کابل د پېښې عکس

په کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین پر لمانځ غونډې د پنجشنبې ورځې وسله‌والې حملې تُند غبرګونونه راپارولي.

په کابل کې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین په لمانځ غونډه باندې حمله په سختو ټکو غندل شوې.

د حزب وحدت مردم افغانستان مشر محمد محقق د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۶» په یوه خبري ناسته کې وویل، که څه هم داعش په دا ډول حملو کې په لاس درلودلو تورنېږي، خو له حکومتي ملاتړ پرته‌یې نه‌شي ترسره کولای.

د حزب وحدت مردم افغانستان مشر محمد محقق
د حزب وحدت مردم افغانستان مشر محمد محقق

ښاغلي محقق زیاته کړه:

"زه دغه مغرضانه ترورېستي حمله، په سختو ټکو غندم، په عموم کې دغه ډول حملې په داعش پسې تړل کېږي او داعش ډله د افغانستان په داخل کې له لاس لرلو او ملاتړ پرته دغه کار نه‌شي کولای، دا ټول یا د دولت په کمزورتیا او یا د هغوی ملاتړ ته ورګرځي، په حساسو شرایطو کې دولت له یو شمېر کړیو سره په هم‌غږۍ د خپلو سیاسي رقیبانو په وړاندې ورنه استفاده کوي."

په کابل کې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري ۲۴م تلین لمانځل کېده چې په‌کې پخواني افغان لسمشر حامد کرزي او یو شمېر افغان سیاستوالو ګډون کړی و چې وسله‌واله حمله پرې وشوه.

د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د پېښې له ځایه د کابل بېلابېلو روغتونونو ته درې مړي او ۲۲ کسان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي وروړل شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست دغه حمله غندي او د محقق څرګندونې یې افغان حکومت، ولس او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپکاوی بللی.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري خبري رسنیو ته په استولي وېډیويي پیغام کې ویلي:

"د ښاغلي محقق څرګندونې د ژورې اندېښنې وړ دي او دا د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو، افغانانو او همدا شان د افغانستان اسلامي جمهوريت ته سپکاوی دی، ښاغلی محقق چې هره ادعا لري د افغانستان خلک د دې تمه لري چې د اخلاقي جرأت له مخې باید په‌دې اړه اسناد او ثبوت د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه حمله د پنجشنبې په ورځ ناوخته پای ته رسېدلې او حمله کوونکي د افغان ځواکونو له‌خوا له‌منځه وړل شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې حمله کوونکي دوه کسان وو.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG