د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ چمتو دی چې د شمالي کوریا له مشر سره یو ځل بیا خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولتون وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ له اټمي وسلو د کوریا د ټاپو وزمې د پاکولو په اړه د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره یو ځل بیا خبرو ته چمتو دی.
ښاغلي بولتون دا څرګندونې نن له فاکس نیوز ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې وکړې او ویېویل، که هغه راپورونه رښتیا وي چې وايي، پیونګ یانګ د خپلو توغندیو د تأسیساتو بیارغونه پیل کړې، نو دا به خواشینوونکې خبره وي.
د جنوبي کوریا رسنیو نن د شمالي کوریا د بالیستیک توغندیو په تأسیساتو کې د نویو تحرکاتو خبر ورکړ.
ښاغلي بولتون وویل، د شمالي کوریا د توغندیو په تأسیساتو کې د تازه فعالیتونو په اړه خبرې کول له وخته مخکې دي، خو ده زیاته کړه چې د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره بیا خبرو ته چمتو دی او دوی ګوري چې دا کتنه څه وخت او څنګه پلان کړي؟
د جنوبي کوریا رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د استخباراتو ادارې د پلازمېنې پیونګ یانګ د سانومدونګ «Sanumdong» سیمې د توغندیو په تأسیساتو کې د فعالیتونو په اړه د پارلمان غړو ته معلومات ورکړي.
د راپورونو له مخې پهدې تأسیساتو کې هغه توغندي جوړېږي چې کولای شي متحده ایالات په نښه کړي.
د جنوبي کوریا د استخباراتو د ملي خدماتو د ادارې مشر سوه هون «Suh Hoon» وکیلانو ته ویلي چې د ده په نظر دا فعالیتونه د جنوبي کوریا د توغنديو له پروګرام سره تړاو لري.
هغه همداراز ویلي چې تېر کال په سنګاپور کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون له لومړۍ سرمشریزې وروسته پیونګ یانګ د یونګ بیون په اصلي اټمي تأسیساتو کې د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړ.
دا راپورونه وروسته له هغه ورکول کېږي چې تېره اوونۍ د ویتنام په پلازمېنه هانوی کې د دواړو هېوادونو سرمشریزه هم بېنتیجې پای ته ورسېده.
ولسمشر ټرمپ هم تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، که پیونګ یانګ د خپلو توغندیو تأسیسات بیا ورغوي، نو دی به ډېر خواشینی شي، خو ده زیاته کړه چې له کېم سره د ده اړیکې د هانوی د سرمشریزې له ناکامۍ سره سره ښه دي.