له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت هڅه کوي چې په تېرکال کې د وچکالۍ له امله د کوکنارو په کښت کې راغلی کموالی، په روان ميلادي کال کې هم په همدې اندازه ټيټ وساتي.
سږ کال د واوري او بارانونو د ډېر ورښت له امله په یو شمېر ولایتونو کې خلک هیله مند شوي چې سيندونه له اوبو ډک او له دې سره به زراعتي محصولات هم ډېر شي، خو دا اندېښنه هم شته چې د اوبو له ډېرېدو سره به د کوکنارو کښت هم ډېر شي.
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغان دولت او ملګرو ملتونو د سازمان له نشهيي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې یا «UNODC» په ګډه سروې کې راغلي چې د وچکالۍ له امله د کوکنارو کښت کم شوی دی.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د سروې رئیس نجیب الله احمدي ازادي راډیو ته وویل، دوی مخکې لا د کوکنارو کښت د بیا ډېرېدو د مخنیوي لپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړي چې د کورنیو چارو له وزارت سره په یوځای کېدو سره به دا پلانونه نور هم ګړندي او عملي شي.
نوموړی وايي:
"اوس عملاً د دوو وزارتونو د یو ځای کېدو پروسه جریان لري، ممکن چې تردې کار وروسته یوه کاري اداره رامنځته شي. که څه هم له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې خپل پخواني پلانونه درلودل، خو کله چې د ولسمشر د فرمان له مخې له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د کورنیو وزارت سره یوځای کېږي، زه باور لرم چې د دې دوو وزارتونو په یوځای کېدو سره به یې کارونه، پالیسۍ، پروګرامونه او اجرائيوي برخې څو برابره ښه نتایج ولري."
د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت او «UNODC» د ګډې سروې پر اساس په ۲۰۱۸کال کې افغانستان شپږ زره او څلور سوه مټریک ټنه تریاک تولید کړي و چې د تېرکال په پرتله د وچکالۍ له امله په سلو کې ۲۹ کم شوي و.
که څه هم تېرکال د وچکالۍ له امله د کوکنار کښت کم شوی، خو دا یو طبيعي کموالی دی چې د واورې او بارانونو له ورښت سره اړه لري او ګومان کېږي چې د کوکنارو کښت به بېرته ډېر شي.
د فراه ولایت پخوانی والي او سیاسي کارپوه عمر شیرزاد پهدې باور دی چې بزګر د اقتصادي ستونزو له امله تریاک کري.
که له دوی سره د روا کښتونو په برخه کې مرستې وشي او د دوی محصولات په مناسبه بیه خرڅ شي، بیا به کوکنار و نهکري:
"بزګر ولې کوکنار کري او ولې له دې کښت سره دومره لېوالتیا لري؟ زما په فکر یوازينی دلیل یې دا دی چې که دوی له کوکنارو پرته هر کښت وکري خپل لګښت نهشي پوره کولای. زما په نظر غوره لاره يې دا ده چې له بزګرو او ځمکوالو سره مرستې وشي او د دوی روا محصولاتو ته بازار پیدا شي."
که څه هم په تېر میلادي کال کې د کوکنارو کښت او تولید کم شوی و، خو له بلې خوا د کوکنارو د کښت سیمې پراخې شوي دي.
شاغلی شیرزاد له حکومت او مدني ټولنو څخه غوښتنه کوي چې بزګرو ته د داسې روا کښتونو زمينه برابره کړي چې مناسبه بیه او په هېواد کې دننه او بهر ښه بازار ولري.
راپور: مرسلین ارسلا
دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ: