د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په هېواد کې د خصوصي سکټور په وړاندې د ناامنیو له ډېرېدو اندېښنه لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په ۱۳۹۷ لمریز کال په اوږدو کې ۷۰ سوداګر یا اختطاف شوي او یا يې هم پانګه غلا شوې ده.
د دغه خونې مسؤلین وايي، ښايي د زیانمنو سوداګرو شمېر له دې ډېر وي ځکه د دوی په وینا زیات شمېر سوداګر د سوداګرۍ خونې او یا هم امنیتي ځواکونو سره د پېښې له شریکولو پرته له اختطاف کوونکو سره معامله کوي.
د دغه خونې مرستیال توفیق داوري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۶» ازادي راډيو ته وویل چې د امنیتي ګواښونو ډېرېدل د خصوصي سکټور پر فعالیتونو منفي سیوری غوړولی او له افغانستانه د پانګې د ایستلو لامل ګرځي.
نوموړي زیاته کړه:
"خصوصي سکټور د یو هېواد اقتصادي پایې دي، د پانګهوالو امنیت باید د حکومت لومړیتوب وي، خو دلته د اختطاف، چور چپاول او غیر قانوني پیسو اخیستلو ډېر خطر خصوصي سکټور ته متوجې دی، که د پانګهوالو فزیکي امنیت ټینګ نهشي نو له افغانستانه به د پانګې او پانګهوالو د تېښتې لامل وګرځي."
ښاغلي داوري که څه هم له افغانستانه د ایستل شوې پانګې دقیقې شمېرې وړاندې نهکړې، خو ويېویل چې اوسمهال زیات شمېر پانګهوال له افغانستانه د پانګې د ایستلو په هڅه کې دي.
وسلهوالې حملې، د موټرو غلا، انسان تښتونه، جېب وهل او د وحشت خپرول یوازې د پانګهوالو او خصوصي سکټور پر وړاندې پرتې ستونزې نهدي، بلکې له دې پدیدو کابل ښاریان او ان حکومتي چارواکي ترې هم په امان کې نهدي.
تازه د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د نندارتونونو د جوړولو پر رئیس ذبیحالله یوسفي په کابل ښار کې حمله شوې ده.
نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په رڼا ورځ د کابل د مکروریانو په سیمه کې چې یوه امنه سیمه بلل کېږي، د چاقو لرونکو کسانو تر حملې لاندې راغلی چې هدفيې د ده وژل و.
ښاغلی یوسفي زیاتوي:
"د سهار اته نیمې بجې وې، غوښتل مې د دفتر په لور حرکت وکړم، دوه کسانو چې له مخکې يې راته کمین نیولی و، کله چې ما غوښتل د موټر دروازه خلاصه کړم، یوهيې پرته له کوم سؤال او ځواب پر ما د چاقو په وسیله حمله وکړه، په ټوله کې جنایتونه شته، د دې تر څنګ زه د ورته نورو پېښو سره چې هدفيې غلا وه هم مخ شوی یم."
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي وايي چې په ښاغلي یوسفي حمله د ده د وژلو نه، بلکې د موبایل د غلا کولو په هدف وه چې پولیسيې د مجرمینو د نیولو هڅه کوي.
نوموړي همدا شان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مسؤلینو اندېښنو ته په اشارې سره وویل چې د پانګهوالو د ځان او مال ساتنه د امنیتي ارګانونو د کارونو لومړیتوب دی.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"د پانګهوالو امنیت د کابل د امنیه قوماندانۍ په لومړیتوب کې ځای لري، د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ اړوندو برخو ته جدي لارښوونه کړې چې د پانګهوالو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي."
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه ګواښ کوي چې د دغه ډول وضعیت دوام نهیوازې په خصوصي سکټور منفي تأثیرات لري، بلکې د اقتصادي فعالیتونو د کمښت او د بېکارۍ د زیاتېدو لامل هم ګرځي.
راپور: اکرامالله اکرام