د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې د طالب ډلې له مرستیال سره د خپلې لیدنې په اړه د هېواد د ملي امنیت سلاکار ته معلومات ورکړل.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په لیدنه کې ویلي چې په قطر کې د طالبانو له پلاوي سرهیې په خبرو کې په ډاګه کړې چې سولې ته د رسېدو لپاره یوازنۍ لاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین وايي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره د چهارشنبې په ورځ په تاشکند کې خبرې کړي.
ښاغلي ارین د چهارشنبې په ورځ خبري رسنیو ته په استولي ویډیویي پیغام کې ویلي:
"د ازبکستان له اړخه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب پلاوي سره د ملاقات په اړه مفصل معلومات ورکړل شول او پهدغه لیدنه کې تصریح کړای شوه چې د افغانستان مسئله پوځي حل لاره نهلري، بلکې دغه ډله کولای شي، له افغان حکومت سره په مخامخ خبرو کې سولې ته ورسېږي."
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د دوشنبې په ورځ ازبکستان ته ولاړ او تېره ورځیې د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار سره د سولې پروسې، له ترورېزم سره د مبارزې، د مخدره موادو قاچاق، د پولو د امنیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي همکاریو خبرې کړي.
کابل او تاشکند په تېرو کلونو کې ښې سیاسي اړیکې درلودې او له دې سربېره په سوداګریزو او ټرانزیتي برخو کې هم همکاري لري.
ازبکستان له دې وړاندې د افغانستان د سولې له پروسې هم ملاتړ کړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د تېرې اوونۍ په لومړیو کې په قطر کې له طالب پلاوي سره هم لیده کاته کړي.
اوس د سیاسي چارو افغان کارپوه ودیر ساپی وايي چې د ازبکستان په ګډون د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو هڅې کولای شي له افغان حکومت سره په همغږۍ د سولې پروسې لپاره ګټورې تمامې شي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ ګاونډیان چې غواړي له یو بل سره په تفاهم کې شي او د حکومت او طالبانو پر نظر پوه شي او د سولې د حل لارې په مذاکراتو کې ولټوي، چې دا د افغانستان د خلکو، حکومت او طالبانو لپاره ګټوره ده."
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له حمدالله محب سره د سولې له پروسې سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي همکاریو، ټرانزیت او سوداګرۍ هم خبرې کړي.
د دغې اعلامیې له مخې دواړو لورو د اړیکو د پراختیا، سیاسي، فرهنګي او سوداګریزو برخو کې په عملي اقداماتو هم ټینګار کړی.
راپور: رحمتالله افغان