د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

"WFP" په ولایتونو کې پر سېلاب ځپلو د مرستو د وېش لړۍ پیل کړه


په هرات کې سیلاب ځپلي
په هرات کې سیلاب ځپلي

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له راوتو وروسته، «WFP» یا د خوړو نړیوال سازمان وايي، د افغان حکومت تر څنګ‌یې سېلاب ځپلو ته د مرستو رسول پیل کړي دي.

د دغه سازمان ویاند وحیدالله اماني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۵» ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه‌يې په کندهار او فراه ولایتونو کې پر سېلاب ځپلو خوراکي مواد وېشلي او په نورو ولایتونو کې د زیانمن شویو سروې روانه ده.

آرشیف/ د ډبلیو اېف پي ویاند وحیدالله اماني
آرشیف/ د ډبلیو اېف پي ویاند وحیدالله اماني

نوموړي زیاته کړه:

"له بده‌مرغه په ځینو ولایتونو کې سېلابونه راووتل چې مالي او ځاني زیانونه‌یې لرل، تر اوسه چې تاسې سره غږېږم «ډبلیو، اېف، پي» توانېدلی چې شااوخوا ۴۰۵ مټریک ټنه خوراکي مواد په کندهار او هلمند ولایتونو کې پر څه باندې ۵۰۰ کورنیو ووېشي، دا وېش اوس هم روان دی. کومې کورنۍ چې مستحقې وي، چمتو یو چې مرستې ورورسوو."

ښاغلي اماني وویل، په‌دغو مرستو کې غوړي، حبوبات، ایوډین لرونکې مالګه، دارو او انرژي لرونکي بسکوېټ شامل دي او د هرې کورنۍ لپاره د دوو میاشتو لپاره ورکړل شوي دي.

هلمند، فراه، کندهار، زابل او هرات هغه ولایتونه دي چې سېلابونو په‌کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په روانه اوونۍ کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت هم په ۲ ولایتونو کې د سېلابونو او ورښتونو له امله خلکو ته د زیانونو د رسېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي چې د دا شان اضطراري حالاتو لپاره‌يې په ولایتي ګدامونو کې خوراکي مواد، خیمې، کمپلې، پوښاک، د پخلنځي وسایل او دارو ساتلي او پر زیانمنو شویو به ووېشل شي.

د دغه وزارت مسؤلین وايي، تر اوسه له زیانمنو شویو ۲۵۵۷ کورنیو سره خوراکي او غیر خوراکي مرستې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند تمیم عظیمي د حکومت د مرستو تر څنګ د خوړو د نړیوال سازمان مرستې اغېزمنې ګڼي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت ویاند تمیم عظیمي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت ویاند تمیم عظیمي

نوموړی وايي:

"که نړیوالې مؤسسې له موږ سره همکارې نه‌وي، له دغسې بحرانونو سره مخ کېږو او موږ ته پر وړاندې ځواب ورکول ستونزمن تمامېږي. همدا مؤسسې او په تېره «ډبلیو، اېف، پي» دي له مرستندویانو فنډ اخلي او له موږ سره همکاري کوي."

ښاغلی عظیمي وايي، کومې مرستې چې په‌دې وروستیو کې د امریکا، اروپايي ټولنې او د بریتانیا د سفارت له‌خوا شوي، د «ډبلیو، ایف، پي» د سازمان له‌خوا وېشل شوي دي.

خو په ولسي جرګه کې د زیانمنو شویو ولایتونو یو شمېر استازي ټینګار کوي چې د غه مرستې کافي نه‌دي او باید ډېرې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG