کونړ ته د ولسمشر محمد اشرف غني لنډ سفر په کومه لویه غونډه کې له راڅرګندېدو پرته پای ته ورسېده، د دغه سفر په اړه خلک بېلابېل نظرونه لري.
کومو کسانو چې ولسمشر غني سره لیدنه او خبرې کړي هغوی وايي، ورسرهیې د ولس ستونزې شریکې کړي او ورتهيې د یادو ستونزو د هواري ژمنه کړې ده.
ډاکتر نظامالدین مالیار او دلبار باجوړی وايي:
"له ډېرې مودې د کونړ خلک خپلې غوښتنې لري، ژمنې ورسره کېږي، دا ځل هم خلکو ولسمشر ته د کونړ مشکلات یاد کړل او هغه ورسره کلکه وعده وکړه چې ستونزې بهيې هوارې کړي. د برښنا بند جوړولو په اړهيې هم وویل چې پروسهيې تدارکاتو ته تللې ده."
شاه ولي خان سالارزی بیا وايي، دوی سره تل ژمنې شوي، خو پلي شوي نهدي او د وعدو نهعملي کېدو خلک ناهیلې کړي دي.
داسې کسان هم شته چې له لیرې ځایونو د ولسمشر لیدلو او ورسره د خپلو خلکو د ستونزو شریکولو لهپاره اسعد اباد ته راغلي وو، نهيې ولسمشر ولید او نهيې هم ورسره د زړه خبرې وکړې، نو ځکه بېرته کورونو ته ډک زړونه ستانه شول.
د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشر خان پاچا وایي:
"د ولسونو په منځ کې چې کوم مشران ځای لري، هغوی ولسمشر سره له لیدلو او خبرو بېبرخې پاتې شول. که دا سفر د ټاکنو لهپاره کمپایني و او که د بل مقصد لهپاره و، خو د ګټې نهيې زیات تاوان ځان سره یوړ، خلک ترې خپه شول."
ټاکل شوې وه چې ولسمشر محمد اشرف غني په یوه لویه غونډه کې ګډون وکړي، په هغه کې د خلکو ستونزې واوري او ورسره د رسنیو پر وړاندې ژمنې وکړي، خو له ځینو خلکو سرهیې په جلا جلا کتنو اکتفا وکړه، رسنیو سرهيې هم ونهلیدل، سفر يې پای ته ورسولو او بېرته کابل ته ستون شو.
وموغوښتل د خلکو د شکایتونو په اړه د ولسمشر د ویاند محمد هارون چخانسوري نظر ولرو، خو ښاغلي چخانسوري له خبرو کولو ډډه وکړه.
اسعد اباد ته راغلې ټولې لارې بندې وې، بازار هم تړل شوی و.
کونړ کې مسؤلین وايي چې ولسمشر غني په کونړ کې یو شمېر بشپړې شوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې او د یو شمېر نورو د بنسټ ډبرې يې کېښودې چې د ټولو لګښت ۷۷۷ میلیونه افغانۍ کېږي.
راپور: روحالله انوري