د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۶

د بلخ چارواکي: د ښځینه ښوونکو د نشتوالي له امله نجونې له ښوونځیو منع کېږي


ارشیف، په کونړ کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف، په کونړ کې د نجونو یو ښوونځی

د بلخ د ښځو چارو ریاست مسؤلان وايي چې په مختلفو ولسوالیو کې د ناوړه دودونو حاکمیت او د ښځینه ښوونکو د نشتوالي له امله نجونې له شپږم ټولګي وروسته ښوونځیو ته له ورتګه منع کېږي.

د بلخ د ښځو چارو ریاست مشرې شهلا حدید د «مارچ اتمې» یا د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې د لمانځنې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل چې د دې ولایت په اکثرو ولسوالیو کې نجونې له شپږم ټولګي وروسته ښوونځیو ته نه‌ځي.

د بلخ د ښځو چارو ریاست مشره شهلا حدید
د بلخ د ښځو چارو ریاست مشره شهلا حدید

اغلې حدید وویل:

"هغه محدودیتونه چې په ولسوالیو کې دي او کوم حساسیت چې موجود دی، د دې مانع کېږي چې نجونې له شپږم ټولګي وروسته ښوونځیو ته ولاړې نه‌شي، دا چې ښځینه ښوونکي هلته نه‌شته، کورنۍ خپلې نجونې ښوونځیو ته له ورتګه منع کوي."

اغلې حدید په کلیو کې د ښځینه ښوونکو د نشتوالي او کموالي تر څنګ، په ټولنه کې د ناوړه دودونو حاکمیت، ناامني او افراطیت هغه عوامل دي څو نجونې ښوونځو او پوهنتونو ته ولاړې نه‌شي.

په عین حال کې د بلخ د پوهنې اداره مني چې په ۱۴ ولسوالیو کې د ښځینه ښوونکو له نشتوالي او د مسلکي ښوونکو له کموالي سره مخ دي، دوی وايي دا موضوع د پوهنې ادارې له اساسي ستونزو شمېرل کېږي.

د بلخ د پوهنې ادارې مشر علي امیري یې په اړه وايي:

"د درېیو زرو په شااوخوا کې د ښوونکو له کموالي سره مخ یو چې په‌دې ډله کې مسلکي او ښځینه ښوونکي هم شامل دي، په ریاضیاتو، فزیک، ادبیاتو او نورو برخو کې هم ښوونکي نه‌لرو."

د بلخ د ښځو چارو ریاست مسؤلانو په مزار شریف کې د مارچ اتمې نېټې په مناسبت د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې وویل چې دولتي ادارو کې د ښځو حضور کم دی او باید د یادو ادارو په جوړښت کې د ښځو تشکیل زیات شي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG