د ارزګان لپاره نوي امنیه قوماندان چې نن سې شنبهيې تازه په یاد ولایت کې دنده پیل کړه، پر وسلهوالو طالبانو غږ وکړ چې سوله وکړي، که نه نو وبهیې ځپي.
ډګروال خطاب خنجري دغهراز ژمنه وکړه په دغه ولایت کې به امنیت راولي او د فساد مخه به نیسي.
اخوا د ارزګان والي وايي، په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله پولیس ملي او مسلکي شوي او له نوي امنیه قوماندانهيې غوښتنه وکړه چې پولیسو ته خپل حقوق پر وخت
ورکړي.
په تېرو درېیو کلنو کې دا لسم امنیه قوماندان دی چې د مرکزي ادارې لهخوا ارزګان
ولایت ته استول کېږي.
په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: