د ملي او نړیوالو بنسټونو په یو بېساري نوښت ځوانانو په ځانګړي توګه مېرمنو ته د ښځو د نړیوالې اوونۍ په مناسبت د زدهکړې او کار موندنې ملي نندارتون پرانیستل شو.
د دغه نندارتون تنظیموونکي سپوږمۍ صیام وايي، یاد نندارتون چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۴» پرانیستل شو، څلور ورځې به دوام وکړي او له لارې يې ځوانان کولای شي، راشي، په پوهنتونونو کې په تخفیف او په خصوصي شرکتونو کې په امتیاز ځان ته د زدهکړو او کار زمینې برابرې کړي.
نوموړې وايي:
"د نندارتون په مناسبت پوهنتونونو تخفیف اعلان کړی، ځوانان کولای شي، له زدهکړو برخهمند شي، که ځوانان مسلکي واوسي کار نهلري، کولای شي، دلته له شرکتونو سره خبرې وکړي، کار پیدا کړي، هیله لرو چې زرګونه ځوانانو ته به د زدهکړو او کار زمینې برابرې شي."
که څه هم له دې وړاندې په افغانستان کې په ملي کچه بېلابېل نندارتونونه پرانیستل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې ځوانانو ته دا ډول د کار موندنې نندارتون پرانیستل کېږي.
دا پهداسې حال کې ده چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د بېکارۍ کچه لوړېږي.
همدا شان په کارځایونو کې د مېرمنو پر وړاندې تبعیض هغه ستونزه بلل شوې چې افغان ښځې ترې کړېږي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات له ازادي راډیو سره په خبرو کې له ځوانانو وغوښتل چې په نندارتون کې ګډون وکړي څو ځان ته د زدهکړې او کار زمینې برابرې کړي.
د ښځو چارو وزارت دغه نندارتون ځوانانو په ځانګړې توګه نجونو ته یو فرصت بولي چې باید استفاده ترې وکړي.
د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د نندارتون په پرانیست غونډه کې وویل چې مېرمنې کولای شي، له دې لارې تشویق شي او هغه وېره چې په کار ځای او د زدهکړو په چاپېریال کې لري لهمنځه ولاړه شي.
نوموړې زیاته کړه:
"دغه هغه برنامه ده چې ښځو ته فرصتونه جوړوي، هغه ښځې چې غواړي زدهکړې وکړي او کار وکړي، دلته ښځې تشویقېږي چې خپل استعدادونه او ظرفیتونه وښيي، کله چې ښځې زدهکړې او استعدادونه ولري حتماً په ټولنه کې جذبېږي."
بلخوا د کاردان پوهنتون استازې شبنم یوسفي ازادي راډیو ته وویل، نجونې کولای شي د دوی پوهنتون ته ورشي، په تخفیف د زدهکړو زمینه ځان ته برابره کړي او هم د کارموندنې په برخه کې دوی فارغو شویو نجونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د کار او زدهکړې ملي نندارتون مسؤلین وايي، دوی تمه لري چې زرګونه ځوانان په ځانګړې توګه مېرمنو ته د زدهکړو او کار زمینې برابرې شي.
راپور: رحمتالله افغان