د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

پوتین د "اټمي وسلې د کنټرول له تړون" سره مشارکت وځنډاوه


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر له «ای. اېن. اېف» یا د اټمي وسلې د کنټرول له تړون سره مشارکت وځنډاوه.

کرملېن وایي، ولسمشر پوتین رسماً د «ای. اېن. اېف» یا د اټمي وسلې د کنټرول له تړون څخه د روسیې د مشارکت د ځنډولو فرمان لاسلیک کړ.

د هغه فرمان له مخې چې پرون د کرملېن پر انټرنټي پاڼه خپور شو، ولسمشر پوتین حکم کړی چې له دغه تړون سره به مشارکت تر هغو وځنډوي چې واشنګټن د دغه تړون له سرغړونې لاس واخلي.

دغه تړون د منځني واټن ویشتونکې اټمي وسلې د کنټرول لپاره په ۱۹۷۸ میلادي کال کې لاسلیک شوی وو.

د روسیې ولسمشر دغه‌راز د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د دغه تړون ګډونوالو ته د دې اقدام په اړه خبر ورکړي.

روسیې تیره میاشت اعلان کړی و چې له دې تړون څخه وځي.

روسیه او امریکا دواړه یو بل د دې تړون په نقضولو تورنوي او دواړه د یو بل تورونه ردوي.

تر دې وړاندې امریکا د «ای. اېن. اېف» تړون څخه د وتلو شپږ میاشتنی بهیر پیل کړ.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د روسیې د نوي اعلان وروسته چې د یاد تړون سره‌یې د مشارکت د ځنډولو په اړه کړی وویل چې روسیه باید دې تړون ته بېرته راوګرځي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

سټولټنبرګ دغه تړون د اروپا د امنیت لپاره ډېر مهم ګڼي.

«ای. اېن. اېف» د اټمي وسلې د کنټرول لپاره په خپل ډول کې لومړنی تړون دی چې امریکا او روسیه‌یې د هغو کروز یا بالیستیک توغندویو د تولید، پراخولو او خورېدو څخه منع کړې چې له ۵۰۰ تر ۵۵۰۰ کېلو متره واټن ویشتلی شي.

واشنګټن او ناټو، مسکو تورنوي چې د «۹M7۲۹» ډوله توغندي په تولید سره‌یې دا تړون مات کړی دی.

د روسیې د ولسمشر دا نوی فرمان داسې مهال لاسلیک شوی چې د امریکا او روسیې لوی درستیزانو د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د لیدو پر مهال د ستراتېژیک ثبات په اړه بحث وکړ چې د روسیې دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې دا خبرې رغوونکې وبللې.

د امریکا او روسیې لوی درستیزانو دغه‌راز د سوریې پر وضعیت هم خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG