د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

په افغانستان کې د کار عالي شورا خپل فعالیت پیل کړ


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض‌الله ذکي
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض‌الله ذکي

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې (د کار عالي شورا) خپل فعالیت پیل کړ.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزیر تر مشرۍ لاندې د کار عالي شورا د جوړېدو په مناسبت ناسته کې د کار پر کړنلارو، د راتلونکو کارونو لپاره د ملي خبرو په کولو، په نړیوالو کنوانسيونونو کې د افغانستان د شاملېدو پر وړاندیز او د کار د ملي کنفرانس د ژمنو پر پلي کېدو بحثونه وشول.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض‌الله ذکي «۱۳۹۷ کال د کب ۱۳» وویل، په دغه شورا کې تر ډېره حده د کار په اړه پر همکاریو او همغږۍ بحثونه کېږي او تصامیم نیول کېږي.

ده وویل:

"نن د کار عالي شورا جوړول له ښه نیته د مکلفیتونو تر کچې د همکاریو د پیاوړتیا په معنی دي، صلاحیتونه او مسؤلیتونه قانوني دي، سر له نننه د کار د عالي شورا قانون شته، په افغانستان کې د کار پر اړوندو مسایلو بحث کوي او په هکله‌یې تصمیم نیول کېږي."

د دغه وزارت مسؤلین وايي، دغه شورا د کار د عالي شورا د مقررې په اساس جوړه شوې چې حکومت، د کارګرو د ټولنو استازي او د کار لارښوونکي يې غړي دي.

په دغه ناسته کې د (ای. اېل. او) یا د کار د نړیوال سازمان استازو هم په‌کې ګډون کړی و او د کار په اړه‌يې پر ځینو موضوع‌ګانو خبرې وکړې.

د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي رسنیو ته وویل، په دغه شورا کې د همغږۍ له لارې هڅه کېږي چې په هېواد کې د کار د لارې خنډونه لیرې او خلکو ته د کار زمینې برابرې شي.

د دغه وزارت مسؤلین وايي، په تېر کال کې د کار د ملي کنفرانس پر جوړېدو سربېره، د ټولنیزو چارو د ګډون‌والو په مشوره، د کار په اړه لسګونه مقررې هم نافذې شوې دي.

تېر کال د کار په نړیوال کنفرانس کې ژمنه وشوه چې په راتلونکو درې یا پنځو کلونو کې باید د ۲.۸ میلیونه کارونو زمینې برابرې شي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په ۱۳۹۷ کال کې د دغو ژمنو ډېره برخه عملي شوې ده.

په سرپل ولایت کې یو شمېر بې‌کاره ځوانان
په سرپل ولایت کې یو شمېر بې‌کاره ځوانان

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د اقتصاد کمېسیون د کار د عالي شورا جوړول د اوزګارتیا د لیرې کولو په برخه کې مثبت ګام ګڼي.

د دغې کمېسیون غړې حبیبه دانش په هېواد کې د بې‌کارۍ بحران ته په کتو، د یادې شورا فعالیتونو ته خوشبینه ده.

دې وویل:

"په افغانستان کې د بې‌کارۍ بحران یوه پېچلې موضوع ده، ډېر ځوانان مو اوزګار دي، هر کال سلګونه زره ځوانان له پوهنتونونو فارغېږي، ډېری یې له رواني ستونزو سره مخ او مخدره موادو ته مخه کوي، یا مهاجر کېږي، زما په نظر دغه شورا کولای شي چې د دغه بحران د حل لپاره یوه لاره پرانیزي."

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د اوزګارتیا د ورک کولو لپاره د نورو پروګرامونو تر څنګ، هڅې کوي چې محصلانو ته حتی د تحصیل پر مهال هم د کار زمینې برابرې کړي چې له تجربو سره سند په لاس، له پوهنتونونو فارغ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG