د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ازبکستان ته ولاړ


د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب
د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ازبکستان ته ولاړ.

ښاغلی محب د سولې، ترورېزم او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې پر موضوعاتو د بحث لپاره د دوشنبې په ورځ د ازبکستان مرکز تاشکند ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د دې هېواد له چارواکو سره وګوري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر مرستیال ویاند عبدالکبیر واثق ازادي راډيو ته وویل:​

"د ملي امنیت مشاور د دوه ورځني سفر په هدف د ازبکستان مرکز تاشکند ته ورسېد، تر څو د ازبکستان له مهمو امنیتي چارواکو سره په سیمه‌ییزې همکارۍ، د ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې، د سولې په پروسه، د سرحداتو پر امنیت او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال ویاند عبدالکبیر واثق
د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال ویاند عبدالکبیر واثق

ښاغلی محب په داسې حال کې ازبکستان ته سفر کوي چې تېره ورځ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله په قطر کې د طالبانو د مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې ښاغلي کاملوف وویل چې هېواد یې د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول مرستې ته چمتو دی.

ازبکستان لا تر اوسه د دې لیدنې په اړه رسمي څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې عبدالعزیز کاملوف به د مارچ له ۳مې تر پنځمې په قطر کې وي.

ازبکستاني چارواکي او د طالبانو مرستیال په داسې حال کې سره ګوري چې د دغې ډلې د استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ پنځم پړاو روانې خبرې له دوه ورځنۍ دمې وروسته د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ یو وار بیا پیل شوې.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې وویل چې دا خبرې اترې دوام لري، خو د ناستې د پای ته رسېدو د نېټې په اړه‌يې څه ونه‌ویل.

وسله‌‌والو طالبانو پرون یکشنبه ناوخته اعلامیه خپره کړه او ویې‌ویل چې د قطر روانې خبرې قدم په قدم مخکې روانې دي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، خبرې د موضوع د حساسیت او اهمیت په خاطر ورو په مخ ځي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا د ازبکستاني چارواکو او ملا برادر لیدنې ته په اشارې وايي چې ازبکستان کولای شي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې مثبت رول ولوبوي.

ازبکستان له دې وړاندې ویلي وو چې اماده دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه‌توب وکړي.

د ازبکستان ولسمشر میرضایف د روان لمریز کال په حمل کې د تاشکند په ناسته کې ویلي وو چې په سیمه او افغانستان کې به د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف ټولې هڅې وکړي.​

د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا

په ورته وخت کې د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا پر طالبانو د ازبکستان تأثیر ته په کتو وايي:

"زما په نظر د فرعي موضوعاتو په اړه شاید طالبان د ازبکستان وړاندیزونه ومني، ځکه ازبکستان یو ګاونډی هېواد دی او پر افغانستان خپل تأثیرات لري."

سره له دې چې طالبانو یو وار بیا له افغان حکومت سره خبرې رد کړي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډيو ته وویل چې امریکا او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول، د ازبکستان په منځګړیتوب شاید په راتلونکي کې د بین‌الافغاني خبرو اترو زمینه برابره شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG