د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

ځينې مدني ټولنې: د مشورتي لویې جرګې د کمېسیون جوړښت د منلو وړ نه‌دی


ارشیف/ د ۲۰۱۳ کال د نومبر د ۱۷مې د مشورتي لویې جرګې نښان
ارشیف/ د ۲۰۱۳ کال د نومبر د ۱۷مې د مشورتي لویې جرګې نښان

د افغانستان یو شمېر مدني ټولنې د سولې لپاره د مشروتي لویې جرګې د کمېسیون د غړو د غوراوي په اړه اندېښنه ښیي.

سره له دې چې د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې د مشورتي لویې جرګې د کمېسیون په ترکیب کې د غیر حکومتي کسانو د حضور له امله ډاډ ورکوي، خو یو شمېر مدني ټولنې په دغې موضوع انتقاد کوي او وایي چې د دغې جرګې د کمېسیون په جوړښت کې حکومتي چارواکي دي، نو ځکه دوی ته د منلو وړ نه‌دی.

د دې ټولنو غړو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۳» په یوه خبري ناسته کې وویل، د دغه کمېسیون په جوړښت کې باید د مدني ټولنو پېژندل شوي او تجربه لرونکي کسان شامل وی.

د مدني ټولنو یوه غړي جواد میریان په دغې ناسته کې وویل:

"زموږ څېړنې دا ښيي چې دې کمېسیون د یوه حکومتي کمېسيون شکل اخیستی، د ښاغلي داوودزي خپلوان په دغه کمېسیون کې د جوړوونکو په توګه د سولې په مشورتي لویه جرګه کې غوره شوي دي."

د مدني ټولنو غړو دا هم وویل، که حکومت په تېره بیا د سولې عالي شورا یې قانوني غوښتنو ته ځواب ونه‌وایي، دوی به په اعتراضونو لاس پورې کړي.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د سولې د مشورتي لویې جرګې نېټه د روان کال د حوت میاشتې ۲۶مه ټاکل شوې وه، خو اوس دا نېټه ځنډېدلې ده.

افغان حکومت وایي، د سولې مشورتي لویې جرګې د کمېسیون او د دارالانشاء له تشکیل وروسته به د دغې جرګې د ترسره کولو وروستۍ نېټه اعلان کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا له دې وړاندې ویلي وو چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې به د دوه زره په شااوخوا کې د بېلابېلو قشرونو استازي برخه ولري چې ۳۰ فیصده به‌يې ښځې وي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا د اجرائیه شورا غړي قاضي محمد امین وقاد له ازادي راډيو سره په خبرو کې د مدني ټولنو اندېښنې بې‌اساسه وبللې او ویې‌ویل چې له مدني ټولنو سره د دغه کمېسیون د جوړولو په اړه په همغږۍ کار روان و، خو اوس مشورتي لویه جرګه وځنډېده.

د افغانستان د سولې عالي شورا د اجرائیه شورا غړی قاضي محمد امین وقاد
د افغانستان د سولې عالي شورا د اجرائیه شورا غړی قاضي محمد امین وقاد

​ده وویل:

"اوس‌مهال خو لویه جرګه ځنډېدلې ده او دغه اعتراض په بشپړ ډول بې‌ځایه دی، د سولې عالي شورا له لوري بار بار اعلان شوی چې د جرګې د مدیریت د کمېسیون په ترکیب کې به نیمه انتخاباتي کسان وي او هغه کسان به په‌کې ټاکل کېږي چې د حکومت کارکوونکی ونه‌اوسي او د کمېسیون د جوړولو په کارونو کې پرمختګونه هم شوي وو."

بل‌خوا د مدني ټولنو یوه غړي عبدالصبور غفاري وايي چې د سولې هره هڅه چې د مدني ټولنو نقش په‌کې په نظر کې نیول شوی وي، ملاتړ يې کوي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG