د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله: د سولې خبرو ملکي تلفات کم کړي


ارشیف، د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکتوبر په ۳۱ مه په کابل کې د یوې چاودنې ځایي انځور
ارشیف، د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکتوبر په ۳۱ مه په کابل کې د یوې چاودنې ځایي انځور

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي چې د سولې مذاکرات په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو د کموالی سبب شوي.

په داسې حال کې چې په قطر کې د سولې خبرې روانې دي، په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي چې په تېره میلادي میاشت کې په هېواد کې د ملکي وګړو په تلفاتو کې درې برابره کموالی راغلی و.

د دغې ډلې رئیس عزیز احمد تسل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوی موندنې ښيي چې په تېره میلادي میاشت کې په افغانستان کې ۱۰۶ ملګي وګړي وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي وو.

ده وویل:

"په ملکي تلفاتو کې کموالی راغلی، یو علت یې د سولې روانې خبرې دي چې د ملکي تلفاتو په کموالی یې تاثیر اچولی، زموږ یوازنی بحث دا دی چې په افغانستان کې په جګړه کې ښکېلې خواوې دې باید ملکي ګړو ته جدي پام وکړي."

نوموړی وايي، د دوی د معلوماتو له مخې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په هره میاشت کې د ملکي تلفاتو کچه له ۵۰۰ تر ۸۰۰ تنو پورې رسېده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې د ډلې موندنې ښکاره کوي چې په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۶۰۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او نږدې ۴۱۰۰ تنه ټپیان شوي وو.

د دغې ډلې رئیس په افغانستان کې په جګړه کې له ښکېلو غاړو غواړي چې د سولې د خبرو تر بریالیتوب پورې دې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي او هڅه دې وشي چې په هېواد کې د ملکي وګړو تلفات راکم شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کموالی یو ښه خبر بولي او وايي چې اوس هم په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفاتو دوی جدي اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"هیله لرو چې په جګړه کې ښکېلې خواوې د افغانانو بشري حقونو ته په احترام قایل شي، له دې زیات د دغه هېواد خلک دې د جګړو نه قرباني کوي، حتی که په افغانستان کې یو ملکي وګړی هم تلف کېږي، بیا هم د اندېښنې وړ ده، په داسې حال کې چې هره ورځ افغانان د جګړو قرباني دي."

انتحاري حملې، چاودنې، هوايي حملې او د اوسېدنې په ځایونو کې مخامخ نښتې هغه عوامل دي چې په افغانستان کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د ملکي وګړو مرګ ژوبله تل هغه جدي مسئله وه چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون، د عامو خلکو او د افغانستان د ملي شورا اندېښنې یې را پارولي او تل یې ټینګار کړی چې باید عامو خلکو ته زیات پام وشي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG