د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۶

د ګډوالو چارو وزارت: هغو راستنېدونکو کډوالو ته ځمکې وېشل کېږي چې مستحق وي

ارشیف، له پاکستانه یو شمېر راستنېدونکي افغان کډوال
ارشیف، له پاکستانه یو شمېر راستنېدونکي افغان کډوال

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۳۰۵ ګڼه فرمان له مخې يوازې هغو راستنېدونکو کډوالو ته ځمکې وېشل کېږي چې مستحق وي او سرپنا ته اړتیا ولري.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۳۰۵ ګڼه فرمان له مخې به په پوره شفافیت سره په مستحقو خلکو ځمکې ووېشل شي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ياد فرمان له مخې د ځمکو او مستحقو خلکو د تشخیص لپاره دوه کمېټې رامنځته شوي کاري لایحې يې هم وروستۍ شوې دي.

ارشیف، افغان کډوال
ارشیف، افغان کډوال

ده وویل:

"د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا کاري لایحې وروستۍ شوي دي او د کډوالو د چارو په اړه په راتلونکې ناسته کې چې د ولسمشر په مشرۍ ترسره کېږي، ورته به وړاندې شي چې له د ولسمشر له خوا له توشېح وروسته به د ۳۰۵ ګڼه فرمان له مخې د کمېټو کار او د ځمکو وېش پیل شي."

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، کډوالو او راستنېدونکو ته د ځمکو د وېش په برخه کې د پخواني ولسمشر ۱۰۴ ګڼه فرمان د اوسني حکومت له خوا تعدیل او توشېح شوی او په ۳۰۵ ګڼه فرمان اوښتی دی.

ښاغلی باهر وایي، د ۳۰۵ ګڼه فرمان پر بنسټ به له دې وروسته يوازې په مستحقو خلکو ځمکې په تېزۍ سره او په کم وخت کې ووېشل شي.

دغه وزارت دا شان وايي، له ۲۰۱۵ میلادي کاله تر ۲۰۱۷ میلادي پورې یې په اتو زرو بېرته راستنو شویو ځمکې وېشلي دي، خو په ۲۰۱۸ کال کې یې د فرمان د تعدیل له امله بیخي ځمکې نه دي وېشلي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کور جوړونې کمېسیون وايي چې د ځمکو د وېشلو او تثبیت په برخه کې جوړې شوې کمېټې باید هڅه وکړي چې د ځمکو د وېش په برخه کې د مستحقو خلکو د معلومولو لپاره د مسؤلینو او د سیمې له شوراګانو سره مشورې وکړي، څو حق حقدار ته ورسېږي.

د ولسي جرګې د غونډو تالار
د ولسي جرګې د غونډو تالار

د دغه کمېسیون يوه غړي میربت خان منګل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په دې برخه کې باید شفافیت موجود وي، دغه کمېټې باید لومړی د سیمې په کچه د نظر غوښتنه وکړي، د ولایت مقام، ولایتي شوراګانو او په سیمه کې له خلکو پوښتنه وکړي چې څوک مستحق دی، داسې دې نه وي چې د کډوالو چارو وزارت دې لاړ شي او د کمېټو له لارې دې خلک په نښه او ورته ځمکې ووېشي."

دا په داسې حال کې ده چې له بهرنیو هېوادونو زیاتره راستانه شوي کډوال شکایت لري چې د اسنادو لرلو سره سره تر دې مهاله نه دي توانېدلي چې د حکومت له خوا کومه نمره ځمکه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د کډوالو لپاره ۶۲ ښارګوټي په نظر کې نیول شوي دي چې له ډلې یې ۳۹ فعال شوي او پاتې نور یې د امنیتي، تخنیکي او د ځمکو د غصب له امله نه دي جوړ شوي.

راپور: محمد واصل وصال

This item is part of
XS
SM
MD
LG