د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۵

د نړۍ د محصلینو ژمنۍ سیالۍ په روسیه کې پرانيستل شوې

د ژمنیو لوبو د لوبغاړو یو انځور
د ژمنیو لوبو د لوبغاړو یو انځور

د نړۍ د محصلینو ژمنۍ سیالۍ د زرګونو لوبغاړو په ګډون سره په روسیه کې د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا پرانيستل شوې.

په دغو سیالیو کې له افغانستانه هم يوه پلاوي چې په ترکیب کې یې يو لوبغاړی او دوه مسؤلین دي، ګډون لري.

د افغانستان د پوهنتونو د ورزشي فدراسیون غړي ذبیح الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې د محصلینو په دغو ژمنیو سیالیو کې د نړۍ له ۵۸ هېوادونو ۳۰۰۰ زرو لوبغاړو په مختلفو ورزشي رشتو کې برخه اخيستې ده.

د ښاغلي شهزاد په خبره، له افغانستانه به مجتبی شهیداني د سکي په رشته کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG