د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له سېلاب ځپلو سره د مرستو غوښتنه وکړه


آرشیف، په فاریاب کې د سېلاب یو انځور
آرشیف، په فاریاب کې د سېلاب یو انځور

د افغاني سرې میاشتې ټولنه د افغانستان له خلکو او مرستوندویو بنسټونو سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو غوښتنه لري.

په فراه، کندهار، هلمند، زابل او هرات ولایتونو کې د سېلابونو په راوتلو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، اړمنو کسانو ته د مرستو لومړنۍ لړۍ پیل شوې او تر اوسه په کندهار ولایت کې په دوه سوو کسانو کمپلې وېشل شوي دي.

دغه ټولنه وايي، ټاکل شوې چې نن په فراه کې هم په سېلاب ځپلو ژمني توکي ووېشل شي.

د افغاني سرې میاشتې د ټولنې ویاند میرام صداقت د یکشنبې به ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر ارزونې وروسته به نورو ولایتونو ته هم د مرستو رسولو لړۍ پیل شي.

ښاغلی صداقت وايي، زیانمن کسان اوس د خوراکي توکو تر څنګ ژمنيو توکو لکه کمپلو او خېمو ته هم بېړنۍ اړتیا لري چې پکار ده مرستندویه بنسټونه او سوداګر په دې برخه کې همکاري وکړي.

ارشیف، د افغاني سرې میاشتې کارکوونکې اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په حال کې
ارشیف، د افغاني سرې میاشتې کارکوونکې اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په حال کې

ده وویل:

"مونږ د افغانستان له ټولو خلکو په ځانګړي ډول له سوداګرو او هغوی چې ډېرې مالي سرچینې په واک کې لري، غوښتنه کوو چې په دې برخه کې د سرې میاشتې ټولنې او نورو مرستندویو ټولنو سره همکاري وکړي، تر څو وکولی شو چې اړمنو ته په خپل وخت لازمې مرستې برابرې کړو."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په هلمند، کندهار، زابل او هرات کې شدیدو سېلابونو له شلو ډېر کسان ووژل.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې اوچا د شنبې په ورځ په خپله بیانیه کې وویل چې د کندهار په بېلابېلو سيمو کې د ماشومانو په ګډون شل تنه وژل شوي دي.

په بیان کې دغه شان راغلي چې د کندهار په ارغنداب، دامان، سپین بولدک او ډنډ کې د دغو سېلابونو له امله نږدې لس کسان تری تم شوي دي.

افغان چارواکي د سېلابونو له امله د اوښوتو تلفاتو په اړه بېلابېل ارقام وړاندې کوي.

په ورته وخت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت د وزارت د نشراتو مسؤل حشمت بهادري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په هلمند او کندهار کې د سېلابونو له امله د قربانیانو شمېره لسو ته رسېږي.

خو د کندهار د عامې روغتیا رئیس عبدالقیوم پخلا د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د یوشمېر راپورنو پر اساس په بېلابېلو ولسوالیو کې تراوسه ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۵ ټپیان شوي دي.

بل خوا د هلمند د والې ویاند عمر ځواک بیا ازادي راډيو ته وویل، په مرکز لښکرګاه کې سېلابونو تراوسه ۶ تنه وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د هلمند چارواکي هم وايي، د سېلابونو له امله په شینډنډ ولسوالۍ کې دوه تنه وژل شوي.

که څه هم بېړنیو پېښو ته د رسیده ګۍ په برخه کې بېلابېل انتقادونه موجود دي، خو دا ځل د ملي امنیت شورا دفتر امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې زیانمنو شویو ته رسېدنه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي وايي، که چېرې امنیتي ځواکونه په خپل وخت عمل ونه کړي، ممکن د قربانیانو شمېره زیاته شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي

ده زیاته کړه:

"که چېرې امنیتي او دفاعي ځواکونو مرستې نه وې رسولې، مونږ به د ډېرو تلفاتو شاهدان وو، خو خوشبختانه د امنیتي ادارو له خوا زیانمنو شویو سره بېړنۍ مرستې وشوې."

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت وزارت وايي، په هلمند، کندهار او فراه کې زرګونه کسان د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.

د دغه وزارت د نشراتو د مسؤل په وینا، له زیانمنو شویو سره بېړنۍ مرستې لکه د ډوډۍ او کمپلو مرسته شوې ده.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG