د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

خپلو لومړۍ درجې مسؤلانو ته د کورنیو چارو د وزارت خبرداری!


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه وزارت ټولو لومړۍ درجه مسؤلینو ته خبرداری ورکړی چې که دندې یې په ښه توګه ترسره نه کړې، له دندو به وشړل شي.

د هېواد پر امنیتي ادارو او د ځینو مسؤلینو د کم او کمزروي کار له انتقادونو وروسته، اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه وزارت لومړۍ درجه مسؤلینو ته خبرداری ورکړی چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره او د خلکو د غوښتنو مطابق عمل وکړي.

د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه هدایت د هېواد د امنیت او نظم د ښه والي په هدف لومړۍ درجه مسؤلینو ته ورکړل شوی او د ناغېړۍ په صورت کې به له جدي چلند سره مخ شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي

​دی وایي:

"د کورنیو چارو وزیر په مرکز او ولایتونو کې د ټولو اړوندو ارګانونو لومړۍ درجه مسؤلینو ته هدایت ورکړی چې په خپلو دندو کې قاطع واوسي او خپلې دندې په ښه شکل د خلکو له غوښتنو سره سمې ترسره کړي او د خلکو شکایتونو ته رسېدنه وکړي او هر هغه څوک چې په کار کې غفلت او ځنډ وکړي، له قانوني چلند سره به مخ او له دندې به لېرې کېږي."

ښاغلی رحیمي وايي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست له دغه کاره هدف د قانون ماتوونکو او زورواکو په وړاندې مبارزه او د هېواد د امنیتي وضعیت ښه والی بولي.

دا په داسې حال کې ده چې خلکو تل انتقادونه کړي چې د امنیتي ارګانونو یوشمېر مسؤلین په ځانګړې توګه، د پولیسو د امنیتي حوزو امرین د خلکو د ستونزو د حل لپاره په خپل وخت اقدام نه کوي او دغه کار په پولیسو باندې د خلکو د بې باورۍ سبب شوی.

له دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت د قانون ماتوونکو او زورواکانو په وړاندې مبارزې لپاره د یوشمېر کسانو لېست خپور کړی و او ټینګار یې کړی و چې د دوی په وړاندې به قانوني چلند کېږي.

بل خوا د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست له دغه اقدامه هرکلی کوي، خو وايي چې دغه کار به ځکه ستونزمن وي چې په خبره یې، د اکثره امنیتي ادارو مسؤلین د بانفوذو کسانو له لوري معرفي شوي او د دوی له خوا یې ملاتړ کېږي.

د دغه کمېسیون منشۍ شکيبا هاشمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د کورنیو چارو وزارت د هر ریاست مسؤلین له یوه چینل یعنې سیاسي ګوندونو، جهادي رهبرانو، بانفوذه او پیسه دارو خلکو پورې تړلي دي، که چېرې د کورنیو چارو وزارت دغه کار ترسره کړي، دا به یوه ستره قرباني وي او موږ هیله لرو چې نوموړی په خپل کار کې بریالی شي."

په ورته وخت کې د پوځي چارو افغان کارپوه محمداګل مجاهد وايي، که دغه اقدام عملي او کمزروي کسان له مهمو امنیتي ادارو لېرې شي، دغه مسئله به د هېواد په امنیت او ثبات مثبت تاثیر ولري.

د نوموړي په خبره، له دې سره به د افغان ځواکونو او عاملو خلکو د قربانيو او د وسله والو مخالفانو د حملو مخنیوی هم وشي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG