د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

مرکزي او ولایتي ادارې ته د ارزګان د ولایتي شورا او مدني فعالانو ګواښ!


ارشیف، د ارزګان- کندهار لار
ارشیف، د ارزګان- کندهار لار

د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلانو او مدني فعالان پر مرکز او ولایتي ادارې غږ وکړ چې د ارزګان ـ کندهار لویه لاره دې خلاصه، امن او په پاخه او اساسي توګه ورغوري.

دوی ګواښ کوي چې که يې غوښتنې ونه منل شي، د ولایت مقام ترڅنګ به د ټولو
دولتي ادارو دروازې وتړي او د ولایت مقام مخې ته به د اعتراض خېمې ووهي.

دوی پر ولسمشر محمد اشرف غني هم نیوکه وکړه چې له ارزګان ولایت سره یې خپلې کړې ژمنې نه عملي کوي.

د ولایتي شورا مسؤلانو او مدني فعالانو دغه خبرې نن شنبه په یوه مطبوعاتي
کنفرانس کې وکړې.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:41 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG