د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۹

دانش: افغان ځواکونه به له وسله والو مخالفانو سره تر هغه جنګېږي چې سوله ټينګه شي

آرشیف، د افغان ځواکونو عملیات
آرشیف، د افغان ځواکونو عملیات

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال د هلمند پر ۲۱۵ میوند قول اردو د وسله والو طالبانو د تېرې ورځې د حملې په غبرګون کې وايي، د افغانستان دښمنان له یوې خوا د سولې شعار ورکوي او له بلې خوا د افغان امنیتي ځواکونو د منحل کولو هيله لري.

د هلمند په ۲۱۵ میوند قول اردو د وسله والو طالبانو له حملې یوه ورځ وروسته د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، افغان امنیتي ځواکونه به تر هغه له وسله والو مخالفانو سره وجنګېږي چې په دغه هېواد کې بشپړه سوله ټينګه شي.

سرور دانش د سې شنبې په ورځ د بررسۍ د عالي ادارې د رئیس د معرفي کېدو پرمهال وویل، د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې په دا شان حملو سره د افغان امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کړي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

​ده وویل:

"د افغانستان دښمنان له یوې خوا د سولې شعار ورکوي او له بلې خوا د افغان اتلانو د منحل کولو او د دوی د ماتې په فکر کې دي او په دا ډول ترورېستي کړنو سره غواړي چې د افغان ځواکونو روحیه کمزورې کړي، خو هغوی به دا هيلې ګور ته یوسي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه وسله والو طالبانو د هلمند په ۲۰۱۵ میوند قول اردو حمله وکړه.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته د یوه پیغام په استولو سره د دې حملې مسؤلیت منلی دی.

وسله والو طالبانو دغه حمله په هغه ځای کې کړې چې یوه برخه یې د امریکايي پوځيانو د مرکز اړوند ده.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو استازي په قطر کې له امریکايي پلاوي سره د افغان سولې په مذاکراتو بوخت دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به نن شنبه له دوه ورځنۍ دمې وروسته له طالب استازو سره خبرې له سره پیل کړي.

خو پوښتنه دا ده چې وسله والو طالبانو د سولې د مذاکراتو پرمهال ولې خپلو حملو ته زور ورکړی؟

د پوځي چارو کار پوه عتیق الله امرخېل وايي:

د پوځي چارو کار پوه عتیق الله امرخېل
د پوځي چارو کار پوه عتیق الله امرخېل

"وسله وال طالبان غواړي چې په مذاکراتو کې لاس بري وي، له همدې امله یې خپلو حملو ته زور ورکړی، څو خپل ځواک وښیي او په مقابل لوري باندې خپلې غوښتنې ومني."

د ښاغلي امرخېل په وینا، اړتیا ده چې د مذاکراتو په دغه جریان کې محاربوي احضارات زیات شي.

نوموړي دغه شان وویل، د افغانستان حکومت باید د ممکنه بریدونو د مخینوي لپاره د خپلو کشفي او استخباراتي ادارو فعالیتونه هم پراخه کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

This item is part of
XS
SM
MD
LG