د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

په کندز کې زیات شمېر ځوانان د بېکارۍ له ستونزې شکایت کوي


د کندز یو شمېر بېکاره ځوانان
د کندز یو شمېر بېکاره ځوانان

په کندز کې زیات شمېر ځوانان شکایت کوي چې بېکارۍ له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی دغه راز پر حکومت هم انتقاد کوي چې د ځوانانو لپاره د کارې فرصوتونو په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

د نوموړي ولایت یو تن ځوان امید عمرخېل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د کندز ځيني بېکاره ځوانان
د کندز ځيني بېکاره ځوانان

"د دندې نه پېدا کېدل یوه اساسي ستونزه ده او موږ له دولته غواړو چې دولتي بستونه دې په شفافه توګه اعلان ته ورکړي او که چېرې ځوانان د لیاقت پر اساس استخدام شي، نو ښايي دغه ستونزه تر ډېره بريده حل شي."

د کندز ښار چوک ته نږدې هر سهار سلګونه ځوانان د کارموندنې په خاطر راټولېږې، څو یو کس راشي او دوی د کار لپاره له ځان سره بوځي، له دې ځوانانو یو هم بشیر خان دی، دا چې بېکارۍ ځوانان له څه ډول ننګونو سره مخ کړي، دی یې په اړه وايي:

"هر سهار چوک ته راځم، وینم چې سلګونه ځوانان تر مازیګره ولاړ وي، خو څوک نشته چې دوی کار ته بوځي، ځکه دلته داسې صنعتي شرکتونه هم نشته چې ځوانان په کې بوخت شي."

د دوی د خبرو پر بنسټ، د بېکارۍ له کبله یو شمېر ځوانان پر بېلابېلو جنايي جرمونو لاس پورې کوي او دغه راز وران کارې ډلې هم ورڅخه ناوړه ګټه اخلي، خو که چېرې ځوانانو ته د کار زمېنه برابر شي، نو په ټولنه کې به د ټولو ستونزو لمن راټوله شي.

د کندز یو تن ځوان اکمل رحماني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په کندز کې د ناامنیو او جنګونو لامل همدا بېکاري ده، ځکه یو ځوان له سهاره تر ماښامه په چوک کې دريږي او ورته کار نه پېدا کېږي او بچیان یې ډوډۍ غواړي، نو هغه مجبورېږي چې یا اردو ته ولاړ شي او یا هم له طالبانو سره یو ځای شي."

دغه ځوانان د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو غږ کوي چې د ځوانانو له لپاره د کار زمينه برابره کړي، څو په کار بوخت شي او د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د کندز ښار
د کندز ښار

د دې ولایت یوه بل ځوان صلاح الدین ساپي وویل:

"بېکاري زښته زیاته ده، ځکه دلته داسې کار هم تراوسه نه دی شوی چې ځوانانو ته په کې کار پېدا شي او دولت هم کومې ژمنې چې کړې وې، هغه هم تراوسه پورې نه دي عملي شوي."

په ورته وخت کې په کندز کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست چارواکي هم د ځوانانو د بېکارۍ ستونزه مني او زیاتوي چې دوی یو شمېر پروژې تر لاس لاندې لري او په پلي کولو سره به یې د دې ولایت یو زیات شمېر ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

د دې ولایت د ځوانانو په وینا، که چېرې حکومت د کندز د سپین زر شرکت او دغه راز د خان اباد ولسوالۍ د اوبو لګولو او د برښنا پروژې فعالې کړي، ښايي د دې ولایت زرګونو تنو اوزګاره ځوانانو ته پکې د کار زمينه برابره شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG