د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

د سولې شورا غړي: امریکا دې له طالبانو سره په خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړي


د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی محمد اسماعیل قاسمیار
د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی محمد اسماعیل قاسمیار

د افغانستان د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي یو شمېر غړي د امریکا له متحده ایالاتو غواړي چې له طالبانو سره په خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړي.

د افغانستان د سولې خبرې او په دغه هېواد کې جګړه اوږه په اوږه.

په داسې حال کې چې قطر د طالب استازو او امریکايي چارواکو تر دوه ورځني ځنډ وروسته نن بیا د سولې د خبرو کوربه دی، په هلمند کې د طالبانو په یوه برید کې ۲۳ افغان پوځیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په قطر کې د طالبانو دفتر
په قطر کې د طالبانو دفتر

روان وضعيت ته په کتو د افغانستان د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي یو شمېر غړي د امریکا له متحده ایالاتو غواړي چې له طالبانو سره په خبرو کې د اوربند موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړي محمد اسماعیل قاسمیار د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې په هلمند کې د طالبانو وروستۍ حملې ته په اشارې سره وویل:

"یقیناً دا د سولې د پروسې پر مخ څپړې دي، کوم کسان چې په دغو حملو کې داغ ویني، له دغو اعمالو او حمله کوونکو بدې خاطرې پیدا کوي، زه له امریکايي چارواکو، له ښاغلي خلیلزاده دا غوښتنه لرم چې تر کومه چې لا اقل طالبان موقت اوربند رعایت نه کړي، له دوی سره خبرې ونه کړي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکايي چارواکي او طالب استازي تر دوه ورځنۍ دمې وروسته، نن په قطر کې بیا د سولې خبرې کوي.

دغه خبرې چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ پیل شوي، د دوه ورځو لپاره روانې وې چې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او دا چې د دوی تر وتلو وروسته به د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد نه کارول کېږي، متمرکزې وې.

خو ورسره هم مهاله تېره ورځ د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې پر ۲۱۵ میوند قول اردو د طالبانو په یوې حمله کې ۲۳ افغان پوځیان وژل شوي او ۱۵نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د دغې پېښې د مسؤلیت په منلو سره ادعا کړې چې په دغه حمله کې امریکايي پوځیان هم وژل شوي، خو د هلمند د والي ویاند دا ادعا رد کړې ده.

د راپورونو پر بنسټ، طالبانو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خپلو وسله والو فعالیتونو ته زور ورکړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د خلاصون شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا هم د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه لري او وایي:

د افغانستان د خلاصون شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا
د افغانستان د خلاصون شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا

"د اوربند خبره تر اوسه پورې نه ده شوې، په داسې حالاتو کې فکر کوم چې ښه خبره به د اوربند وي چې عاجل اوربند وشی، مونږ له دواړو خواوو غوښتنه کوو چې کومه ستونزه چې د دوی تر منځ ده، هغه نوره اوږده نه کړي چې د اوربند موضوع ته ژر ورسېږو."

سید اکبر اغا له حکومت او امریکايي ځواکونو هم غواړي چې هوايي بمبارۍ کومې چې به خبره یې تر ډېره په کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي، ودروي.

XS
SM
MD
LG