د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د ولسمشرۍ ۱۷کاندیدانو پرون د انتخاباتي کمېسيونونو کميشنرانو ته رأیې ورکړې


د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د افغانستان د جمهوري ریاست اولسو کاندیدانو پرون د مارچ په لومړۍ نېټه د انتخاباتي کمېسيونونو د کميشنرانو د ټاکنې لپاره رأیې ورکړې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون او د انتخاباتي شکایتونو د اروېدو د کمېسيون د نویو کميشنرانو څوکیو ته سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې ادارو یو اتیا تنه کاندید کړي وو.

د جمهوري ریاست اولسو کاندیدانو پرون په ارګ کې تر رایګرۍ مخکې د هغوی پروګرامونه، نظرونه او پلانونه واروېدل.

د افغانستان د ارګ ودانۍ
د افغانستان د ارګ ودانۍ

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر به ډېر ژر هغه څوارلس تنه چې تر ټولو ډېرې رأیې یې اخیستي دي، ځانګړو کمېسونونو ته ور معرفي کړي.

مرتضوي وویل:

"ولسمشر ښايي په دوو یا درېیو ورځو کې له هغو [څوارلس] کسانو چې تر ټولو ډېرې رأیې یې اخیستي دي، اووه تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسون، پنځه تنه د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمېسيون او دوه تنه د دواړو کمېسونونو دارالانشاګانو ته ور معرفي کړي، د کمېسونونو رئيسان او منشیان به هغوی د قانون له مخې په داخلي انتخاباتو کې وټاکي."

ارګ وايي چې د کمېسیونونو رئیسان به د کميشنرانو په داخلي رایګیرۍ کې وټاکل شي.

د انتخاباتي کمېسيونو د کميشنرانو د ټاکنې لپاره دا انتخابات باید تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ شوي وای.

خو ارګ وویل چې د جمهوري ریاست دوه کاندیدان عبداللطیف پدرام او محمد حنیف اتمر په سفر تللي او له دې امله رایګري جمعې ته وځنډول شوه.

د افغانستان د عدلیې وزارت مرستیال محمد قاسم حلیمي پرون د هغو کسانو نومونه اعلان کړل چې تر ټولو زیاتې رأیې یې اخیستې وې.

خو په هغوی کې یوازې درې ښځې وې.

د افغانستان د عدلیې وزارت نښان
د افغانستان د عدلیې وزارت نښان

محمد قاسم حلیمي وویل:

"سید عصمت الله مل ۹ رأیې، مولانا محمد عبدالله ۹ رأیې، محمد قاسم الیاسي ۸ رأیې، اورنګزېب ۸ رأیې، مسافر قوقندي ۸ رأیې، حوا علم نورستانۍ ۸ رأیې، حبیب الرحمن ننګ ۸ رأیې، محمد یونس طغرا ۸ رأیې، چمن شاه اعتمادي ۸ رأیې، محمد ذاکر ذکي ۸ رأیې، محمد ذاکر ذکي ۸ رأیې، محمد حنیف دانشیار ۷ رأیې، ګیتي ۷ رأیې، زهرا بیان شینوارې ۷ رأیې او سید قطب الدین رویدار ۷ رأیې."

د افغانستان ولسمشر د دلوې په درویشتمه نېټه په یوه فرمان کې د انتخاباتي کمېسونونو رئیسان او دولس کميشنران له دندو لېرې کړل.

دې څوکیو ته د کاندیدانو د معرفۍ پروسه د دلوې په اووه ویشتمه نېټه پېل شوه.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سرطان په میاشت کې کېږي.

په داسې وخت کې د دواړو انتخاباتي کمېسيونونو د مشرانو او کميشنرانو برطرفۍ ډېرې اندېښنې پېدا کړې دي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې په دې موده کې دواړو کمېسيونونو نورمال کار کاوه او د اندېښنې وړ خبره نشته.

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات چې د میزان په نولسمه نېته ترسره شول، تر شدیدو انتقادونو لاندې دي.

XS
SM
MD
LG