د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

د پنټاګون طرحه: امریکايي ځواکونه د ۳ نه تر ۵ کلونو پورې له افغانستانه وځي


ارشیف، په افغانستان کې امریکايي سرتېري
ارشیف، په افغانستان کې امریکايي سرتېري

د امریکا دفاع وزارت له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو طرح وړاندیز کړې ده.

امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا د دفاع وزارت د يوې طرحې له مخې به د دغه هېواد ځواکونه له افغانستانه له درېیو څخه تر پنځو کلونو په موده کې وځي.

دغې ورځپاڼې لیکلي چې دغه طرحه د امریکا د دفاع وزارت له لوري د طالبانو د پلاوي او د دغه هېواد د چارواکو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې وړاندیز شوې ده.

په‌دغه طرحه کې راغلي چې نور بهرني ځواکونه به هم په همدغه موده کې له افغانستانه بهر شي.

د امریکا دفاع وزارت په‌دغه طرحه کې دا وړاندیز هم کړی دی چې تر راتلونکو څو میاشتو پورې دې د امریکايي ځواکونو شمېر دلته نیمايي شي او د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت دې اسټرالیوي او اروپايي ځوکونو ته وسپارل شي.

په وړاندیز شوې طرحه کې ویل شوي، کله چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر نیمايي ته راښکته شو، نو د دغو ځواکونو اصلي ماموریت دې د ترورېزم په وړاندې په مبارزې متمرکز شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هغه پرېکړې چې د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ د سولې د مذاکراتو په لړ کې کېږي، وروستۍ نه‌دي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سولې او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په وروستۍ پرېکړه کې به د افغانستان حکومت شریک وي.

د سولې د شورا ویاند سید احسان طاهري
د سولې د شورا ویاند سید احسان طاهري

ښاغلي طاهري زیاته کړه:

"کوم بحث چې د دوحې په ناسته کې کېږي، پرېکړه یې وروستۍ نه‌ده، بلکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مستقیمو خبرو ته لار هوارول دي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او نور مسایل د بین‌الافغاني مذاکراتو په اجنډا کې شامل دي چې په هغه کې وروستۍ پرېکړه کېږي."

اوس‌مهال په افغانستان کې د امریکا متحده ايالاتونو د شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېرو ترڅنګ ۸۶۰۰ نور بهرني سرتېري هم مېشت دي.

د امریکا غږ اشنا ټلوېزیون د يوه راپور له مخې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د واشنګټن او اروپايي متحدینو ترمنځ بحثونه روان دي، خو يو شمېر امریکايي چارواکو ویلي چې ښايي د امریکا ولسمشر ډونالډ دغه طرحه هر وخت بدل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند کان فاکنر ویلي دي چې د قطر د سولې مذاکراتو ته په کتو تر دې مهاله د دغې طرحې په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې.

دا په‌داسې حال کې ده چې زلمی خلیل‌زاد له تېرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو د ډلې له پلاوي سره په خبرو اخته دی.

د دواړو لوریو ترمنځ پنځم پړاوو وروستۍ خبرې په قطر کې وشوې چې اوس‌مهال په کې دوه ورځنۍ وقفه ده.

په همدې حال کې يو شمېر پوځي کارپوهان وايي، که له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو طرحه دقیقه وي، نو په افغانستان کې د جګړې دوام ته کومه بله پلمه نه پاتې کېږي.

د دغو کارپوهانو له ډلې محمداګل مجاهد په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

افغان کارپوه محمدا ګل مجاهد
افغان کارپوه محمدا ګل مجاهد

"طالبانو ته په هېڅ صورت د جګړې پلمه نشته، خو دا چې جنګ کوي دا جلا بحث دی، په‌داسې حال کې چې يو وخت په افغانستان کې يو لک او شپېته زره امریکايي سرتېري دېره وو چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې ۹۰ سلنه له افغانستانه ووتل، طالبانو باید هم هغه وخت د حکومت سره خبرې کړې وای او يوې هوکړې ته رسېدلي وای."

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د مهال له ټاکلو وړاندې باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

د دغې شورا د ویاند په خبره، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور په هغه صورت کې نه احساسېږي چې د دغه هېواد خلک د تروزېزم له ګواښه خوندي وي.

بل‌خوا د وسله‌والو طالبانو د ډلې يوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ویلي چې د قطر په ناسته کې نه په مؤقت حکومت، نه پر ټاکنو او نه هم تر اوسه د امریکا له لوري داسې کوم وړاندیز شوی چې څلور یا پنځه کاله به نور هم د دغه هېواد سرتېري په افغانستان کې پاتې کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دواړو لوریو ترمنځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او همدارنګه په راتلونکي کې له افغانستانه د ډاډ پر څرنګوالي خبرې شوي دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG