د هلمند ولايت چارواکي وايي، د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو پر قرارګاه ډلهییزه حمله یې شنډه کړې ده.
چارواکي وايي، یوې وسلهوالې ډلې چې ځانمرګي بريدکوونکي هم پهکې وو، نن سهار وختي پر دې اډې برید وکړ.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک ازادي راډيو ته وويل چې د افغان پوځیانو په ځوابي حملو کې ٤ بریدکوونکي او نور وسلهوال وژل شوي.
ښاغلي ځواک زیاته کړه:
"کومانډو ځواک پر وخت سيمې ته رسېدلى او ساحه يې کلابنده کړې ده. په سيمه کې خال خال ډزې روانې دي. تر دې دمه څلور انتحار کوونکي چې قول اردو ته ننوتل وژل شوي او له هغو سره ګڼ شمېر نور وسلهوال هم وژل شوي دي."
دفاع وزارت تأیید کړې چې پهدې حمله کې افغان ځواکونو ته تلفات اوښتي دي، خو شمېر یې نهدی ښودلی.
دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې افغان ځواکونو پاتې وسلهوال کلابند کړي.
میوند قول اردو له دې مخکې د نړیوالو ځواکونو لویه اډه وه.
د دې برید مسوولیت طالبانو منلی.
د دې ډلې ویاند قاري يوسف احمدي په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې پهدې برید کې ګڼ شمیر امریکایي او افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.