د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

غني: طالبان دې د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره لږترلږه یو دلیل وړاندې کړي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو نه حاضرېدو ته په اشارې وویل، طالبان دې د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره لږ تر لږه یو دلیل وړاندې کړي.

ښاغلي غني چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۹» په کابل د سرتېري د ملي ورځې د لمانځلو په مراسمو کې خبرې کولې وویل، د ملي یووالي حکومت زمینه برابره کړه چې طالبان له حکومت او نړیوالې ټولنې سره خبرې وکړي.

د ده په خبره که طالبان دفتر غواړي حکومت ورته دفتر ورکوي او حکومت تیار دی چې طالبان ورسره له زندانونو نه د طالبانو د خوشې کېدو او له تور لېسته د دوی د مشرانو د ایستلو په اړه خبرو ته حاضر شي.

ولسمشر طالبانو ته وویل، له پاکستان سره یې اړیکې څه دي او په کومو اصولو له ګاونډیو او پردیو هېوادونو سره اړیکې لري.

ښاغلی غني وايي، هر راز سیاسي توافق او بدلون به د امنیتي او د فاعي ځواکونو پر قربانیو سیورۍ ونه کړي.

دی زیاتوي:

"هېڅ سیاسي بدلون او هېڅ سیاسي توافق زموږ د زړورو ځواکونو، لاسته راوړنې، قربانۍ او مرکزي حیثیت تر شعاع لاندې نه‌شي راوستلی. ډاډمن اوسئ او د شایعاتو په فکر کې مه اوسئ. هغوی تبلیغات کوي چې موږ کمزوري کړي، خو موږ پانګونه کوو چې خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ پیاوړي کړو."

ښاغلي غني د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وویل، د هر راز برید پر وړاندې باید چمتو وي.

افغان حکومت له دوو کلونو راهیسې د حوت نهمه د سرتېري د ورځې په توګه لمانځي.

په‌دغه ورځ د دولتي چارواکو له‌خوا، د امنیتي ځواکونو د اتلوالۍ د یادولو ترڅنګ، خلک په واټونو کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په هدف، دوی ته ګلونه ډالۍ کوي.

​د سرتېري د ورځې د لمانځلو د دوهم کال په مراسمو کې ولسمشر د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو او د ملي امنیت د عمومي ریاست ځینو افسرانو ته مډالونه هم ورکړل.

همدا شان د ولسمشر له‌خوا ځینو افسرانو ته ترفیع او د امنیتي ځواکونو د ځینو قرباني شویو منسوبینو کورنیو ته، د اپارتمانونو کلي ګانې هم ورکړل شوې.

په ورته وخت کې د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سرتېري د ورځې د لمانځلو په مراسمو کې وویل، که په افغانستان سوله تأمین شي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو نتیجه به وي.

د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

​نوموړی وايي:

"کومه ورځ چې په‌دغه هېواد کې سوله تأمین شي، هغه به ستاسې د قربانیو، میړانې او ایماندارۍ نتیجه وي. دا یوتل‌پاتې ویاړ دی چې ستاسې په برخه کېږي، تاسې د تل لپاره د ملت د سترګو تور یاست."

اجرائیه رئیس د سولې وروستیو هڅو ته اشاره وکړه ویې ویل، طالبان باید د سولې په خاطر له دغه فرصته ګټه واخلي.

د ده په خبره، وروستۍ هڅې په‌دې هدف نه دي چې طالبان د ځان په ګټه تبلیغات وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG