افغانستان ايرلنډ ته د پنځو يو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې په پنځو وکټو ماته ورکړه.
پهدغه لوبه کې ايرلنډ لومړی بيټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په زيان يې افغانستان ته د ۱۶۱منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۲م اوور کې د پنځو وکټو په زيان سره پوره او لوبه يې د پنځو وکټو په توپير وګټله.
ګلبدين نايب چې پهدغه لوبه کې يې د افغان لوبډلې په ګټه ۴۶ منډې وکړې او د سيالۍ لوبډلې دوه لوبغاړي يې وسوځول د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د يادونې وړده چې له دې وړاندې افغانستان د درېيو شل اورېزو لوبو لړۍ کې هم ايرلنډ ته درې صفر ماتې ورکړې وه.