د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

کورنیو چارو وزارت: په ۲۰ ورځو کې ۴۷۰ قاچاق کوونکي نیول شوي


ارشیف
ارشیف

د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د نشه‌يي موادو څه د پاسه څلور سوه قاچاق کوونکو او پرچون پلورونکو يا ساقيانو د نيولو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست ویاند نصرت رحیمي وايي، دا عملیات د هېواد په څو ولایتونو کې ترسره شوي چې د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو ترڅنګ یې د نشه‌يي موادو څو زېرمې او د تولید کارخانې هم ویجاړې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست ویاند نصرت رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مسؤلینو په تېرو ۲۰ ورځو کې ۴۳۴ عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ۴۷۰ قاچاق کوونکي نیولي، د نشه‌يي موادو اته لابراتوارونه یې له‌منځه وړي، د نشه‌يي موادو پنځه لويې زېرمې یې ویجاړې کړي او ۵۱ ټنه نشه‌يي مواد یې نیولي دي."

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، دا عملیات به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري او هڅه به وشي هغه شبکې هم ومومي چې ښارونو ته نشه‌يي مواد قاچاق کوي.

د کورنیو چارو وزارت څه موده مخکې د ۲۹ تنو قاچاق کوونکو او خرڅوونکو لېست خپور کړ او له خلکو یې وغوښتل چې د دې قاچاق کوونکو په نيولو کې له پوليسو سره مرسته وکړي، خو تراوسه پورې په‌دې لېست کې د شاملو قاچاق کوونکو له ډلې څخه يوازې پنځه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

د مشرانو جرګې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کمېسیون پخوانې غړې رڼا ترین ازادي راډیو ته وویل، څو چې د نشه‌يي موادو لوی قاچاق کوونکي و نه نیول شي، د پرچون خرڅوونکو نیول د نشه‌يي موادو د قاچاقو مخه نه‌شي نيولای.

نوموړې زیاته کړه:

"د نشه‌يي موادو لوی قاچاق کوونکي چې په نړیواله کچه د نشه‌يي موادو په قاچاق کې لاس لري په افغانستان کې اوسېږي، خو دولت تل وايي چې د نیولو توان یې نه‌لري. دوی یوازې هغه کسان نیسي او زندان ته یې استوي چې په چارک، کیلو او یا پاو په اندازه نشه‌يي مواد خرڅوي. حکومت هغه کسان نه نیسي چې په ټنونو نشه‌‌يي موادو قاچاق کوي، له نړیوالو مافیايي ډولو سره لاس لري او له قاچاقو تر لاسه شویو پیسو باندې په بهر کې پانګونه کوي. حکومت باید داسې خلک ونیسي او پوښتنې ګروېږني ځینې وکړي."

په‌دې وروستیو وختونو کې د عامې روغتیا وزارت له کورنیو چارو وزارت څخه د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو او پرچون خرڅوونکو پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د عامې روغتيا وزارت دليل دا دی چې نشه‌يي موادو ته اسانه لاسرسي د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو پروګرامونه ټکني کړي دي.

ددې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG