د افغان-امریکا سوداګرۍ خونه یا "AACC" هڅه کوي چې په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ، زراعت او مخابراتو په برخه کې امریکايي سوداګر دې هېواد کې پانګونه وکړي.
د افغان-امریکا د سوداګرۍ خونې اجرائیه مشر جیفري ریکو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې هغوی د روان میلادي کال په "مې" میاشت کې په افغانستان کې د امریکایي سوداګرو د پانګونې د جذبولو په خاطر په واشنګټن کې له امریکايي او افغان سوداګرو سره ګډ کنفرانس جوړوي.
هغه وویل چې پهدې کنفرانس کې به اساسي بحث په افغانستان کې د شته فرصتونو په برخه کې د پانګونې په څرنګوالي متمرکز وي.
ښاغلي جیفري زیاته کړه:
"په څلورو برخو کې یوازې امریکايي سوداګر نه، بلکې نړېوال پانګهوال علاقه لري چې په افغانستان پانګونه وکړي، له هغې جملې یو د انرژۍ د ودې برخه، د کانونو وده چې پهکې د کانونو استخراج هم راځي، د زراعت برخه او خاصتاً د زراعتي تجارت برخې دي."
د افغان-امریکا د سوداګریزې خونې د مسؤلانو په خبره چې افغانستان د امریکا متحده ایالاتو ته د مستقیمو پروازونو د نشتوالي په دلیل نسبت اروپا ته کم صادرات لري.
جیفري ریکو وايي چې افغانستان اوسمهال په کال کې ډېر لږ زعفران، غلهجات او نور محصولات امریکا ته لېږدوي.
هغه وویل:
"اوسمهال افغانستان متحده ایالات ته زعفران، نخود، انار او خاصتاً د انارو جوس استوي. موږ هڅه کوو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شي او د افغانستان زراعتي تولیداتو ته په امریکا کې لوی مارکېټ جوړ کړو."
افغان سوداګر او د افغان-امریکا سوداګریزې خونې غړی ابراهیم غضنفر وايي چې افغان سوداګر دې ته لېواله دي چې له امریکايي پانګهوالو سره په افغانستان کې ګډې پانګونې ترسره کړي.
هغه وايي، امریکايي پانګهوال کولای شي چې د انرژۍ، د مخابراتي شبکو د ودې او د کانونو د را ایستلو په برخه کې د پرمختللو امکاناتو په لرلو سره، له خپلو افغان شریکانو سره په مصؤنه توګه پانګونه وکړي.
ښاغلي غضنفر په دې باب وویل:
"عموماً په افغانستان کې د کانونو او انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې ډېر زیات فرصتونه شته او ورته اړتیا لرو، موږ د برښنا د رالېږد لپاره ګاونډیو هېوادونو ته میلیاردونه دالر ورکوو، که خپله پهدې برخه کې په ځان بسیا شو، دا به موږ لپاره لوی منفعت وي. پهدې برخه کې امریکايي پانګهوال کولای شي له موږ سره په ګډه پانګونه ترسره کړي."
پهداسې حال کې د افغان-امریکا د سوداګرۍ خونه په هڅه کې ده چې په هېواد کې د امریکايي او افغان په ګډه پانګونه وکړي چې د افغانستان دولت پهدې دلیل چې دا هېواد په وچه کې قرار لري، د سیمې او له هغه ورهاخوا هېوادونو سره د هوايي سوداګریزو دهلېزونو د زیاتوالي هڅه کوي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی