د امریکا متحده ایالتونو هوايي ځواکونو د ۲۰۱۷ میلادي کال په نومبر میاشت کې په افغانستان کې د نشهيي موادو جوړولو پر کارخانو هوايي بریدونه پیل کړل چې د کارخانو پر ویجاړولو سربېره یې طالبانو او نشهيي موادو مافیايي ډلو ته نېږدې ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالر زیان واوښت.
د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې د امریکا د څارنې ځانګړې ادارې يا سیګار په تازه راپور کې راغلي چې د امريکا هوايي ځواکونو په افغانستان کې د نشهيي موادو جوړولو پر کارخانو تر ۲۰۰ هوايي بریدونو وروسته اوس دا بريدونه درولي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د هوايي ځواکونو ظرفیت د پخوا په پرتله لوړ شوی او اوس دا وړتیا لري چې د نشهيي موادو جوړولو پر کارخانو هوايي بريدونه وکړي.
ښاغلي جاوېد زیاته کړه:
"په بېلابېلو وختونو کې د نشهيي موادو د تولید پر کارخانو بریدونه شوي او دا بریدونه ډېر ګټور وو. تاسې ته معلومه ده چې نشهيي مواد د طالبانو او ترهګرو ډلو مالي سرچینه ده او د دې ترڅنګ نشهيي مواد د افغانستان د ناامنۍ يو لوی عامل دی، ځکه نو زموږ هوايي ځواکونه د نشهيي موادو د تولید پر کارخانو بریدونه کوي او موږ پهدې برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو."
د امریکا د دفاع وزارت د اټکل له مخې طالبانو د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې د نشهيي موادو د تولید ۵۰۰ کارخانې درلودې چې له دې لارې يې په کال کې ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالر ترلاسه کول.
د سیګار څېړنې ښيې چې د نشهيي موادو د تولید پر کارخانو د امریکا د هوايي بریدونو په نتیجه کې طالبانو ته په ۲۰۱۷ میلادي کې ۴۲ میلیونه امریکايي ډالر او دغه ډول نورو مافیايي ډلو ته ۲۰۰ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.
سیاسي کارپوه او د زابل ولایت پخوانی والي اشرف ناصري باور لري چې په هېواد کې دننه او بهر د نشهيي موادو غوښتنه د دې لامل شوې چې د هرکال په تېرېدو سره د نشهيي موادو کښت او تولید ډېر شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د نشهيي موادو مافیايي ډلې هم په یو شکل د افغانستان په جګړه کې لاس لري. ډېری کوکنار په هغو ولایتونو کې کرل کېږي چې هلته امنیت نشته. له بدهمرغه باید ووایم چې حکومت و نه توانېده په افغانستان کې دننه د نشهيي موادو د استعمال مخه ونیسي، دا مهال په افغانستان کې تر پخوا اوس نشهيي موادو ته اړتیا ډېره شوې ده."
د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو پر اساس د نشهيي موادو د تولید پر کارخانو د امریکا ډېری هوايي بریدونه په هلمند، فراه، نیمروز، بدخشان، ننګرهار او پهدې وروستیو میاشتو کې د کابل ولایت په شاوخوا سیمو کې شوي دي.
ښاغلی ناصري وړانديز کوي چې د بهرنیو ځواکونو لهخوا د هوايي بریدونو تر درېدو وروسته باید داخلي هوايي ځواکونه د کارخانو د موقعیت په برخه کې د کره معلوماتو ترلاسه کولو وروسته خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.
ددې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:
راپور: مرسلین ارسلا