د ننګرهار ولایت د ځینو سرحدي سیمو یو شمېر اوسېدونکي او ځیني رسنۍ وايي، د دغه ولایت په ځینو سرحدي سیمو کې پر وسلهوالو طالبانو او داعش ډلې سربېره، ځینو نورو مخالفو وسلهوالو ډلو، تازه خوځښتونه پیل کړي دي.
د ننګرهار ولایت د ځینو سرحدي سیمو اوسېدونکي وايي، د داعش او نورو وسلهوالو ډلو تازه خوځښتونو اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، په سیمه کې د دغو ډلو د شتون له امله نهشي کولای چې له یوې سیمې نه بلې ته لاړ شي او یا په ډاډ سره خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي.
دوی وايي، دغه ډله سیمه پلټي، کورونه او خلک تلاشي کوي.
د چپرهار د ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې د نوم له ښودلو يې ډډه وکړه، د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۸» ازادي راډیو ته وویل:
"په چپرهار ولسوالۍ او د هسکې مېنې په ګورګرۍ سیمه کې، له کورونو نه خلک باسي. پرون د ګورګرۍ په یوې سیمه کې ساحې ته راوتلي وو. د سړک پر سر چک پاوینټ اچوي، خلک ګوري."
داعش ډله په ۲۰۱۴ میلادي کال د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ولایت په سرحدي سیمو او په تېره د شینوارو په ولسوالیو کې ولیدل شوه او له همدغو سیمو نهیې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې حملې پیل کړي.
سره له دې چې افغان امنیتي ځواکونو يې پر وړاندې پرلهپسې عملیات ترسره کړل، خو بیا هم دغه ډله د ننګرهار ولایت په سرحدي سیمو سربېره، د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې څرګنده او د خپلو فعالیتونو لمنیې پراخه کړه.
د راپورونو له مخې داعش ډله وتوانېده چې د شینوارو په سرحدي ولسوالیو کې مرکزونه هم جوړ کړي، خو افغان امنیتي ځواکونو ویلي چې د دغې ډلې له څرګندېدو او خوځښتونو سره سمیې د دوی پر وړاندې پرلهپسې عملیات کړي او په هر ځای کې یې ځپلې ده.
د دفاع وزارت ویلي چې د داعش پر وړاندې د دوی د عملیاتي پروګرامونو پلي کېدل اوس هم جاري دي او یادې ډلې تهیې د هېواد په ټولو سیمو کې دا توان نهدی پرېښې چې بیا راڅرګند شي.
د ختیځ زون د سرحدي لواء قوماندان ایوب حسینخېل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"نهیوازې په ننګرهار، بلکې په کونړ او نورستان کې سرحدي ځواکونه ځای پر ځای دي او د نظام د دښمنانو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي. دوی زموږ پر وړاندې د جنګ توان له لاسه ورکړی، یوازې انفجار او انتحار ورته پاتې دی. په هر ځای کې چې دوی برید کړی، جسدونهيې پاتې شوي دي او نهدي توانېدلي چې زموږ پرسونل ته تلفات واړوي."
افغان امیني ځواکونه د هېواد په ځینو لیرې پرتو سیمو کې د وسلهوالو طالبانو او داعش ډلې پرته، د نورو مخالفو وسلهوالو ډلو د شتون په اړه څه نهوايي.
افغان حکومت، امریکا او د نړۍ ډېری هېوادونه داعش ډله خطرناکه ترورېستي ډله بللې او ویلي یې دي چې ځینو نړیوالو ترورېستې ډلو پورې اړه لري، خو افغان امنیتي ځواکونه ډاډ ورکوي چې په هېواد کې د هرې مخالفې وسلهوالې ډلې د ځپلو توان لري.
راپور: خان محمد سیند