د ۱۳۹۷ کال د کب په ۸مه د چهارشنبې په ورځ د پکتیا ولایت زرګونه اوسېدونکو په ګردېز کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ ولمانځله.
د پکتیا ولایتي شورا رئیس عبدالمالک مجاهد او قومي مشر جنت خان منګل پکتیا کې د مېشتو قومونو په استازولۍ ملي امنیتي ځواکونه وستایل او د کلک ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
ده وویل:
"سرتېرو ! ولسونه ستاسو په څنګ کې ولاړ دي، ډاډ درکوم چې د افغانستان ولسونه شپه او ورځ تاسو سره په سنګر کې موجود وي او خپله وینه به قربانوي. د خپل ولس له ادرسه وایم، موږ ولسونه ستاسو یوازې ستاینه نهکوو، بلکې په عملي ډګر کې قربانۍ ته حاضر یو."
د پکتیا ولایت د علماوو شورا رئیس ښاغلي مولوي خواجهالدین حقبیان، په تېر کال کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې هم وستایلې.
بشپړ راپور یې د اصیل ځاځي په راپور کې اورو چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: