د کندهار نوی والي حياتالله حیات نن د خپلې دندې د پیل په لومړۍ ورځ وویل، د دولت په مهمو سکټورونو کې د اصلاحاتو راوستليې لومړيتوب دی.
د سيمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال روحالله نيازي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۸» حياتالله حيات د کندهار د نوي والي په توګه د دغه ولایت اوسېدونکو ته د يوې غونډې پر مهال معرفي کړ او له هغهيې وغوښتل چې په کندهار کې د ملکي او پوځي ادارو ترمنځ همغږۍ ته لومړيتوب ورکړي.
ارشیف، د کندهار ښار
نوموړی وايي:
"د اداراتو ترمنځ همږغۍ ته باید تاسې پام وکړئ، مخکې هم دا کار شوی وو، خو لا هم توجه ورته په کار ده."
که څه هم د نوي والي حياتالله حيات د ټاکل کېدو په اړه د کندهار مشران وایي چې ورسره ولسمشر مشوره نهده کړې، خو له نوي والي حياتالله حيات څخه غواړي چې د دولت او خلکو ترمنځ د واټن کمولو، د پوهنې، کرنې، روغتیا او قضا په برخو کې د شته ستونزو هواري او د کندهار پرمختګ ته جدي پام وکړي.
پر همدې مهال د کندهار نوی ټاکل شوی والي حياتالله حيات وایي، د قانون تطبيق بهيې د مأموريت لومړيتوب وي او د کندهار په دولتي ادارو کې به اصلاحات راولي او اهل کسان به په دندو ګماري.

نوموړي زیاته کړه:
"په هغه ځای کې چې قانون نهوي، هلته ګډوډي او انارشیزم منځته راځي، زه د دې ډاډ درکوم چې د څارنوالۍ محکمې نورو قضايي ارګانونو او پولیسو ترمنځ به هماهنګي راولم."
د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال د اکټوبر مياشتې له ۱۸مې نېټې څخه کله چې د والي د يو ساتونکي په برید کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق او د دې ولایت د ملي امنیت رئیس جنرال مومن ووژل شول او د والي زلمي ويسا په ګډون يو شمېر نور چارواکي ټپيان شول، کندهار والي نهدرلود.
د حياتالله حیات د راتګ په غبرګون څو اوونۍ وړاندې د کندهار د ولایتي شورا غړو او يو شمېر قومي مشرانو اعتراضونه هم وکړل او له مرکزي ادارې يې وغوښتل چې غوښتنې يې ومني چې وروسته بيا دا ستونزې د مرکزي ادارې د يو پلاوي په مټ هوارې شوې.
راپور: صادق رښتینی