په افغانستان کې د وسلهوالو مخالفینو تر څنګ د غیر مسؤله وسلهوالو ډلو او افرادو موجودیت هغه ستونزه چې له کلونو راهیسې ورسره افغان حکومت او خلک لاس او ګرېوان دي.
د راپورونو پر اساس همدغه ډلې او افراد د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په درنو جنايي جرمونو کې لاس لري، خو اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه ډلو او افرادو په وړاندې د جديت خبره کوي او وايي، د دوی په وړاندې يې زغم پای ته رسېدلی دی.
د دې وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۷» ازادي راډيو ته وویل چې د ټولو هغه افرادو او غیر مسؤله وسلهوالو ډلو پر وړاندې به جدي اقدامات وکړي چې د خلکو په وژنه، ځورونه، غلاوو، تښتونو او په نورو جنايي جرمونو کې لاس ولري.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"د کورنیو چارو وزارت په ټول افغانستان کې غیر مسؤله وسلهوال لېست کړي دغه کسان به ټول نیول کېږي، ټول هغه اشخاص او افراد چې دوی د خلکو په ځورولو، قتلونو، غلاوو او نورو جنايي جرمونو کې لاس لري، دوی نور د زغمولو وړ نهدي، د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ جدي پرېکړه کړې او همدا اوس ټولو برخو ته لارښوونه شوې چې دغه غیر مسؤل وسلهوال کسان او ډلې چې پېژندل شوي باید ونیول شي."
ښاغلی رحیمي که څه هم د دغه ډلو او افرادو د شمېر په اړه څه نهوايي، خو په شمال زون کې د دفاع وزارت د ډایاک د پروسې د مسؤلینو په وینا یوازې په پنځه شمالي ولایتونو کې د ۲۵۰۰ غیر قانوني وسلهوالې ډلې په ناقانونه فعالیتونو بوختې دي چې تر طالبانو ډېر د شمال په ناامنیو کې لاس لري.
په شمال زون کې د ډایاک د پروسې مسؤل جنرال عبدالمنان عابد تېره اوونۍ په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي و چې د ډایاک پروسې له پیل سره سم دغلته ۵۰۰ غیر مسؤله وسلهوالې ډلې موجودې وې، خو د وخت په تېرېدو او د ناامنۍ په زیاتېدو يې شمېر ان ۲۵۰۰ ته ورسېده.
دا پهداسې حال کې ده چې تازه د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته لارښوونه کړې چې ټولې هغه وسلې چې د ګرځولو جواز یې ختم شوی وي، راټولې کړي.
دغه وزارت د یوې ابلاغيې له مخې د وسلو د لېږد ټول استعلامونه هم باطل اعلان کړي او لارښونهیې کړې چې استعلامونه او وسلې باید راټولې کړل شي.
همدا شان یاد وزارت په کابل کې د ۱۲ هغه کسانو چې په جنايي جرمونو کې لاس لري هم اعلان کړي او د نیولو امر يې شوی دی.
په همدې حال کې یوې حکومتي سرچینې چې نهيې غوښتل نوميې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د زیاتره غیر مسؤله وسلهوالو ډلو څخه یو شمېر چارواکي ملاتړ کوي.
په شمال کې د ډایاک د پروسې مسؤل جنرال عبدالمنان عابد هم ازادي راډيو ته ویلي چې پهدې سیمه کې زیاتره غیر مسؤله وسلهوالې ډلې په فعالو سیاسي ګوندونو پورې اړه لري.
په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان که څه هم د کورنیو چارو د وزارت دا اقدام ستايي، خو وايي چې باید پهدې چاره کې له توپیري چلنده کار وانهخیستل شي.
له ډلې يې محمدا ګل مجاهد ازادي راډيو ته وویل:
"دا یو ښه اقدام دی، خو وېره دا موجوده ده چې دلته توپیر ونهشي، داسې نهشي چې هغه کسان چې دولتي ملاتړ لري، زورواکی وي، په سیاسي واک کې شریک وي او یا هم په سیاسي حزبونو او سیاسي څېرو پورې اړه ولري، د هغوی وسله وانهخیستل شي او هغه کسان چې د خپل ځان د ساتنې په هدف یو میل وسله لري ترې واخیستل شي، نو موږ هیله لرو چې قانون په ټولنه کې په ټولو یو ډول عملي شي."
خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ډاډ ورکوي چې دغه وزارت به د ټولو غیر مسؤله وسلهوالو ډلو او افرادو پر وړاندې به بې له وېرې یو ډول اقدام وکړي.
د ښاغلي مجاهد د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې له غیر مسؤله وسلهوالو ډلو سره نږدې یو لک سپکې او درنې وسلې موجودې دي چې وخت نا وختيې خلکو ته سرخوږی جوړ کړی دی.
راپور: اکرامالله اکرام