د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

په ننګرهار کې د یوه پاکستاني په ګډون ۲ ځان وژونکي بریدګر نیول شوي


په ننګرهار کې د ملي امنيت ځواکونو دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي چې غوښتل‌يې کابل ته لاړ شي، د درونټې په سيمه کې نيولي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۷» رسنیو ته وويل، په نیول شویو ځان وژونکو بریدګرو کې یو پاکستانی او بل د کونړ ولایت اوسېدونکی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"دوه تنه اننحاریان چې یو د پاکستان دی او بل د کونړ اوسېدونکی دی او په جعلي تذکرو يې غوښتل چې کابل ته لاړ شي، خو خوشبختانه چې زموږ د ملي امنیت ځواکونو دا کسان د درونټې په سیمه کې ونیول."

مياخېل وايي، امنيتي ځواکونو یو بل تن چې غوښتل‌يې په ښار کې د بې‌غږې تفنګچې په مرسته هدفي وژنې ترسره کړي هم نيولی دی چې اوس ترې پلټنې روانې دي.

د ویلو ده چې له دې وړاندې هم امنيتي ځواکونو د جلال‌اباد په ښار کې له چاودېدونکو موادو ډک موټر هدف ته له رسېدو وړاندې نيولی و.

XS
SM
MD
LG