د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

د میوند د فوټبال لوبډلې پامیر ته په ماتې ورکولو سره مخکې لاړه


د افغانستان د فوټبال د ۱۸ کلنو ځوانانو د فوټبال په نننۍ سیالۍ کې میوند لوبډلې پامیر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره مخکې تګ ته لاره هواره کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اعلامیې د معلوماتو له مخې په‌دغه سیالۍ کې میوند پامیر لوبډلې ته ۷ د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغه سیالیو د تېرې ورځې په لوبه کې بیا عدالت لوبډلې اریا ټارګېټ لوبډلې ته ۳ د ۲ په وړاندې ماتې ورکړه او بریا يې خپله کړه.

د دغه سیالیو لومړی پړاو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ پیل شوې او د راتلونکي جمعې په ورځ پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG