د غور ولایت د فوټسال د غورهلیګ سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ اووه ورځې وړاندې د اووه لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې په پایلوبه کې يې اتحاد لوبډلې ارین سېکلټ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغه سیالیو اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سیالیو دوهم مقام ارین سېکلټ او درېیم مقام بیا توپان لوبډلې خپل کړ.