د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د مارچ په اتمه د کار موندنې او زده‌کړو په برخه کې یو ګډ نندارتون جوړېږي


ارشیف، د هرات یو نندارتون
ارشیف، د هرات یو نندارتون

په افغانستان کې د سوداګرۍ خونې، مخابراتو وزارت، د ځوانانو چارو معینیت او صیام بزنس له لوري په ګډه د کار موندنې او زده‌کړو په برخه کې یو نندارتون جوړېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې، مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت، ځوانانو چارو معینیت او صیام بزنس بنسټ مسؤلین وايي چې په‌دې هېواد کې ۱۰ زره ځوانانو ته کاري زمینې برابروي چې ډېره برخه به‌يې نجونې وي.

د دغه ادارو او بنسټونو مسؤلینو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۷» په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې د مارچ اتمه کېږي، په کابل کې یو لوی ګډ نندارتون جوړوي چې د دغه نندارتون هدف ځوانانو په تېره بیا ښځو ته د کار او سوداګرۍ د زمینې برابرول دي.

د صیام بزنس بنسټ مشرې سپوږمۍ صیام په‌دې خبري غونډه کې وویل:

"زموږ توقع دا ده چې تر ۱۰ زره کسانو ته په‌دغه نندارتونونو کې د کار زمینه برابره کړو چې په‌دې برخه کې له موږ سره «USAID» هم همکاري کوي، هغه زرګونه ښځو ته چې «USAID» په بېلابېلو برخو کې روزلي شرکتونه به د دې نندارتون له لارې دا مېرمنې په کار وګماري."

د نوموړې په خبره، دا نندارتون به د مارچ میاشتې له ۵مې پیل او تر ۸مې نېټې دوام وکړي چې د ځوانانو په تېره بیا د ښځو لپاره د زده‌کړو، سوداګرۍ او مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې ګټور تمام شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې اوس‌مهال په هېواد کې د سوداګریزو چارو او کاري زمینې د برابرولو پر وړاندې اداري فساد، ناامني او د زېربناوو نشتوالی تر ټولو ستر خنډونه بلل کېږي.

خو له دې ټولو ستونزو سره سره په وروستیو کې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د نارینه‌وو تر څنګ ګڼو ښځو ته هم په بېلابېلو برخو کې کاري زمینه برابره شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال ۳۵ سلنه افغان مېرمنې د غالیو اوبدلو په برخه کې په کار بوختې دي.

له دې سره د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند سایر ځلاند په‌دغه خبري ناسته کې وویل چې په جوړېدونکي نندارتون کې به د دوی له اړخه په هېواد کې د انټرنټي او ټکنالوژۍ برخې په اړه هم معلومات وړاندې شي.

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند سایر ځلاند
د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند سایر ځلاند

ښاغلي ځلاند د دغه پلان یوه برخه داسې تشرېح کړه:

"موږ چي نوې پروژه پیل کړې، ټولو کورونو ته د انټرنټ رسول دي چې له مخې به‌یې په کورونو کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي، یعنې ښځې اړتیا نه‌لري چې حتماً باید له کوره بهر کار وکړي له دې لارې کولای شي خپلو محصولاتو او لاسي صنایعو ته بازار موندنه وکړي."

د غونډې ګډونوالو دا هم وویل چې اوس‌مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د کرنې، مالدارۍ او په اقتصادي چارو بوختې دي، خو د تولیداتو لپاره‌یې کافي بازار موندنه نه‌کېږي.

دوی له اړوند ادارو غوښتنه وکړه چې ښځو ته دې کاري فرصتونه برابر کړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG