د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۴

په کابل کې د عبدالغفور رغبت په نوم د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

په کابل کې د عبدالغفور رغبت په نوم د سوک وهنې سیالۍ نن پای ته ورسېدې.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډيو ته وویل، په دغو سیالیو کې د کابل ولایت د ۳۲ کلبونو ۱۹۵ لوبغاړو ګډون کړی و.

ښاغلی پیمان وايي، د سوکې وهنې دغه سیالۍ په مختلفو وزني کټګوریو کې د څلورو ورځو لپاره په کابل کې ترسره شوې.

د نوموړي په خبره، له دغو سیالیو هدف د سوک وهنې د لوبغاړو هڅونه او د ملي لوبډلې لپاره د غوره څېرو موندل دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG