د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۱

د اسیا د ساحلي فوټبال مقدماتي سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

ارشیف، د افغانستان د ساحلي فوټبال ځيني لوبغاړي
ارشیف، د افغانستان د ساحلي فوټبال ځيني لوبغاړي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ۲۰۱۹ کال د اسیا د ساحلي فوټبال مقدماتي سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه.

د دغه فدراسیون ویاند شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې دغو سیالیو ته د دوو ګول ساتونکو په ګډون، ۱۲ غوره څېرې انتخاب شوې دي.

په غوره شویو لوبغاړو کې سید شهاب او علي جیبر ګول ساتونکي او په نورو لوبغاړو کې د زین‌الدین شریفي، سمیع‌الله محمدي، محمود ازاد، حضرت ګل، رؤف قادري، مرتضی جعفري، ایمل توتاخېل، رامز فاروق، نادر نادري او تمیم حیدري شامل دي.

د ښاغلي امیني په خبره، د فوټبال ساحلي لوبډلې ته ټول لوبغاړي د وړتیا له مخې ټاکل شوي او د اسیا په ساحلي سیالیو کې به ښه نتیجه ولري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG