د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د افغانستان د سولې عالي شورا ته د سولې د هڅو په اړه د امریکایي چارواکو ډاډ!


د افغانستان د سولې عالي شورا غړی محمد امین وقاد
د افغانستان د سولې عالي شورا غړی محمد امین وقاد

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په کابل کې ورته د امریکا د سفارت د سولې د دفتر مشر ډاډ ورکړی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې د مذاکراتو په پرمختګ کې لا هڅې وکړي.

دغه شورا وايي، امریکايي چارواکو ورته یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې د مذاکراتو لپاره هڅې جاري وساتي.

د دغې شورا مسؤلین وايي، امریکا علاقه‌منده ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې ختمولو ته یوه سوله‌ییزه لار وموندل شي.

د یادې شورا مسؤلینو وویل، په قطر کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکراتو د پنځمې ناستې له جوړېدو دمخه ورته په افغانستان کې د امریکا د سفارت د سولې د دفتر مشر "الن میسن هایمر" ډاډ ورکړی چې په دې لاره کې به لا هڅې وکړي.

د دغې شورا غړي محمد امین وقاد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۶» ازادي راډیو سره خبرو کې د افغانستان د سولي د عالي شورا د رئیس محمد کریم خلیلي او هایمر ترمنځ د خبرو په اړه وویل:

"امریکا د سولې په پروسه کې له افغانانو سره همکاره ده، تمه ده چې په قطر کې د سولې په پروسه کې پرمختګ وشي، خو مرکزي کردار دا دی چې د امریکا او نورو اړخونو په هلو ځلو طالبان وهڅول شي چې بین‌الافغاني خبرو ته اماده شي، د دوی ډاډ داسې و چې دا هڅه دوام لري."

د سولې عالي شورا د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس او په افغانستان کې د امریکا د سفارت د سولې د دفتر مشر په افغانستان کې د مشورتي لویې جرګې په اړه هم خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیل‌زاد له څو میاشتو راهیسې په قطر کې له طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

ښاغلي خلیل‌زاد له طالبانو سره له هرې ناستې وروسته هیله ښودلې چې د ناستو نتیجه‌یې مثبته وه.

بل‌خوا طالبانو د دوی په خبرو کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو او له افغان حکومت سره په خبرو نه کولو ټینګار کړی دی.

د سیاسي چارو پوهان وايي، مهمه دا ده چې د امریکا هلې ځلې وکړای شي چې طالبان وهڅوي چې په خپل دریځ او شرطونو کې نرمښت وښيي او له افغان حکومت سره مذاکراتو ته حاضر شي.

له دغو کارپوهانو د سولې لپاره د روزنیز او څېړنیز مرکز د پروګرامونو مشر صلاح‌الدین دروېش ازادي راډیو ته وویل:

"د طالبانو سخت دریځونه لامل شول چې امریکا نرمښت وښيي او له دوی سره مخامخ خبرو ته کېني، په هره مذاکره کې چې یو لوری نرمښت اختیاروي، مقابل لوری هم تشویقوي چې له خپله دریځه په شا تګ وکړي او په ضرورتونو فکر وکړي، زه فکر کوم چې په قطر کې به دغه خبرې نورو ناستو ته زمینه برابره کړي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې مخکې په خپلو خبرو کې ویلي چې حکومت حاضر دی چې د سولې د مذاکراتو لپاره د طالبانو بې‌قید او شرطه څرګندونې او وړاندیزونه ومني.

سربېره پر دې، افغان حکومت دا هم ویلي چې حاضر دی چې طالبانو ته د افغانستان په یوه ولایت کې د سیاسي دفتر د پرانیستو زمینه برابره کړي، خو طالبانو دغو خبرو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی، خو د قطر په جوړېدونکې ناسته کې به څرګنده شي چې څه پرېکړې په‌کې کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG