د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

زلمي خلیل‌زاد په قطر کې له ملا عبدالغني برادر سره ولیدل او خبرې وکړې


په قطر کې د طالبانو دفتر
په قطر کې د طالبانو دفتر

امریکايي چارواکي وايي، په قطر کې د ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو له با صلاحیته استازو سره خبرې کوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره د امریکايي پلاوي د خبرو د پیل خبر ورکړ.

د افغان سولې د مذاکرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې د مذاکرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

ښاغلي خلیل‌زاد شېبه مخکې پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې نن غرمه‌یې د طالبانو د لوی مشر له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د هغه له ملګرو سره خبرې وکړې.

هغه لیکلي دي چې دوی له کاري مېلمستیا وروسته د خبرو پر لور وخوځېدل.

خلیل‌زاد مخکې له دې ویلي وو چې د قطر غونډه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یو ښه فرصت دی او احتمالاً په دې خبرو کې د ملا برادر حضور ته د اشارې په ترڅ کې یې دا غونډه با صلاحیته بللې وه.

ملا برادر په ۲۰۱۰ کال کې په کراچۍ ښار کې ونیول شو او تر تېر ۲۰۱۸ کال پورې د پاکستان په زندان کې و.

د دوحې په خبرو کې د هغه رول ته د خورا زیات اهمیت په سترګه کتل کېږي، ځکه نوموړی د طالبانو د مشرتابه ځواکمن غړی دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم د دوحې په روانو خبرو کې د ملا برادر ونډه مهمه بولي.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري له ازادي راډیو سره په خبرو کې یو ځل بیا هیله څرګنده کړه چې د دې خبرو په نتیجه کې به طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي.

ده وویل:

"ملا برادر د طالبانو د تحریک له بنسټګرو و او د طالبانو د تصمیم نیوونکي پلاوي یو غړی دی، داسې ښکاري چې اوسنۍ غونډه مهمه غونډه ده، هیله‌مند یوو چې هلته به ژر تر ژره پرېکړه وشي، ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي."

د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

طالبانو له دې مخکې د قطر په خبرو کې د ملا برادر د ګډون خبره رد کړې وه او ویلي یې وو چې په امریکايي پلاوي کې د ده د کچې چارواکي نه‌شته.

طالب مشرانو دا هم ویلي وو چې د قطر په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري به شیر محمد عباس ستانکزی کوي.

نوموړي په تېرو څلورو پړاوونو کې هم له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د خبرو مشري کړې وه.

طالبانو ویلي چې روانې خبرې به څلور ورځې دوام وکړي او اجنډا به‌یې بیا هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهالوېش او د دې په ضمانت متمرکزه وي چې د افغانستان له خاورې باید د نورو هېوادونو پر ضد فعالیت ونه‌شي.

طالبانو تر دې دمه ویلي چې نه‌غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي، خو تمه ده چې خلیل‌زاد به هڅه وکړي چې د طالبانو مرکچیان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته ویلي وو چې طالبان د مخکښو سیاسي شخصیتونو په ډله کې د افغان حکومت له استازو سره خبرو ته تیار دي.

XS
SM
MD
LG