د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

په انتخاباتي کمېسیونونو کې له ناڅرګند حالته د اجرائیه رئیس اندېښنه!


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې ناڅرګند حالت د هېڅ‌چا په ګټه نه‌دی او د انتخاباتي کمېسیونو د کمېشنرانو په غوراوي ټینګار کوي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس په انتخاباتي کمېسیونونو په ځانګړي ډول د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د ناڅرګند حالت په اړه اندېښنه څرګندوي.

عبدالله عبدالله دا حالت د هېڅ‌چا په ګټه نه‌بولي او وايي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د غوراوي بهیر ته باید درناوی وشي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۶» د وزیرانو شورا د ناستې په پیل کې وویل چې د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو غوره کول د حکومت لومړیتوب دی او په دې چاره کې باید ځنډ احساس نه‌شي.

ده وویل:

"انتخابات باید په ټول جدیت سره تعقیب شي، زموږ لومړیتوب د کمېشنرانو غوراوی دی، کوم لېست چې حکومت ته ورکړل شوی، غوښتنه‌يې دا ده چې هماغه پروسیجر چې حکومت له وړاندې تعیین کړی، باید احترام ورته وشي، په اوس وخت کې په کمېسیون کې ناڅرګند حالت په ګټه نه‌دی."

دا یوازې اجرائیه ریاست نه‌دی چې په انتخاباتي کمېسیونونو کې د کمېشنرانو د نه‌موجودیت خبره کوي، بلکې یوه ورځ وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د افغان ولسمشر له لوري د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو له ګوښه کولو نږدې دوه اوونۍ تېرېږي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به نوي کمېشنران په خپل کار پیل وکړي.

د ولسمشر د ویاند هارون چخانسوري په خبره، تر دې دمه د بېلابېلو بنسټونو له لوري په انتخاباتي کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د ۸۴ کسانو لېست دوی ته سپارل شوی دی.

د انتخاباتو د قانون له مخې، له دغې ډلې به ولسمشر ۱۳ کسان د کمېشنرانو په توګه او ۲ نور کسان به د دغو دوه کمېسیونونو د دارالانشا د رئیسانو په توګه وګماري.

له دې سره پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د کمېشنرانو د ګمارنې ځنډ به نه‌یوازې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر نېټې اغېز وکړي، بلکې ټولنیز عدالت او حکومت به تر پوښتنې لاندې راولي.​

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

​د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید وویل:

"د کمېشنرانو په ګمارنه کې ځنډ پروسه اوږدوي او کمېسیون نه‌شي کولای چې مهالوېش جوړ کړي او دوهم دا چې حکومت به تر پوښتنې لاندې راولي، نه‌پوهېږم، بالاخره حکومت له دغې پروسې څه غواړي؟ که دغسې حالت وي، مهالوېش به جداً اغېزمن کړي."

ښاغلی رشید سره له دې چې د کمېشنرانو نه‌حضور په انتخاباتي چارو کې بې‌اغېزې نه‌بولي، خو وایي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید په دغسې پلمو داسې برخلیک ټاکونکې پروسې له ستونزو سره مخ نه‌کړي.

هغه ټینګار کوي چې په هره اندازه چې د کمېشنرانو په غوراوي کې ځنډ وشي، د دغې پروسې انتخابات به هم له ستونزو او سرخوږي سره مخ کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG