د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د اروپايي اتحادیې او عربلیګ ګډې لومړنۍ سرمشریزې ته په پرانیستونکې وینا کې د ترهګرۍ ګواښ د طاعون یو مضره ناروغۍ وبلله چې د ده په وینا ټولې نړۍ ته خپره شوې او په وړاندې یې د جدي مبارزې لپاره د همکارۍ د پیاوړي کېدو غوښتنه وکړه.
السیسي وویل، نن ورځ موږ ټول دې ته سخته اړتیا لرو چې د دغه ګواښ په وړاندې مبارزه کې په ګډه همکاري وکړو.
هغه د ترهګرۍ ګواښ هغه پدیده وبلله چې په وینا یې په هېڅ ډول نهشي توجیه کېدای.
مصر له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې یعنې له واکه د پخواني منتخب ولسمشر محمد مُرسي تر لیرې کېدو راهیسې د افراطي ډلو لهخوا د حملو د لړۍ شاهد دی.
مُرسي چې یوه لنډه مودهیې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې وه، د السیسي لهخوا چې هغه مهال د دې هېواد د پوځ مشر و، له واکه لیرې او زنداني شو.
د اروپایي اتحادیې او عربلیګ په دغه لومړنۍ سرمشریزه کې چې نن به هم دوام کوي، د اروپایي شورا د مشر ډونالد ټوسک په ګډون د دې اتحادیې او د عربلیګ د غړو هېوادونو یو شمېر جګپوړو چارواکو ګډون کړی دی.
پهدې سرمشریزه کې د ترهګرۍ، د افریقا له وچې او منځني ختیځ څخه اروپا ته د کډوالو د بهیر په اړه د اروپايي اتحادیې د اندېښنو او د پانګونې د امکاناتو په اړه خبرې کېږي.
د اروپایي شورا مشر ډونالد ټوسک هم په خپله وینا کې د مهاجرت ستونزې ته په اشارې وویل چې ټول هېوادونه، هغه چې کډوال ورڅخه راځي، ټرانزیت او د کډوالو د وروستي مقصد هېوادونه باید په ګډه د دغه غیر قانوني انساني قاچاق مخه ونیسي.
هغه زیاته کړه چې دغه هېوادونه باید د هغو قاچاق وړونکو مخه ونیسي چې خلک د ښه ژوند په تمه غولوي او له ډېرو خطرناکو لارو یې ژوند په خطر کې اچوي.
د دغې سرمشریزې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.