د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ لوبډلې دریېمه لوبه هم وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپټان اصغر افغان او د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې کپټان سټرلنګ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپټان اصغر افغان او د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې کپټان سټرلنګ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ ملي لوبډلې ته ۲۱۱ منډې هدف وټاکه، خو ایرلنډ په ۲۰ اورونو کې د ۱۷۸ منډو په ترلاسه کولو سره چې ۸ لوبغاړي یې هم وسوځېدل، ونه‌کولای شول دغه هدف ترلاسه کړي.

د ایرلنډ ملي لوبډلې د دغې لوبې پچه وګټله او افغان لوبډلې ته‌یې د توپ وهنې بلنه ورکړه چې افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته ۲۱۱ منډې هدف وټاکه.

په افغان لوبغاړو کې محمد نبي عیسی‌خېل تر ټولو ښه لوبه وکړه او په کمو توپونو یې ۸۱ منډې جوړې کړې.

ښاغلی نبي د دغو لوبو غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG