د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۰

افغان کرکټ ملي لوبډله نن له ايرلينډ سره ۳مه شل اوریزه سیالي وکړي

ارشیف: د کرکټ افغان ملي لوبډله
ارشیف: د کرکټ افغان ملي لوبډله

ټاکل شوې چې نن افغان کرکټ ملي لوبډله د ايرلينډ کرکټ له لوبډلې سره درېیمه شل اوریزه سیالي وکړي.

افغانستان لا له وړاندې له ایرلینډه دوه د صفر په وړاندې د شل اوریزو سیالیو لړۍ ګټلې ده.

د تېرې شپې په لوبه کې افغانستان ایرلینډ ته تر ټولو ستر ۲۷۹ منډې هدف وټاکه چې حضرت ځاځي پکې په یوازې ځان ۱۶۲ منډې وکړې او په دې سره افغانستان د شل اوریزو سیالیو څلور نړیوال ریکارډونه خپل کړل.

دغه سیالۍ افغانستان د ۸۴ منډو په توپیر وګټله.

This item is part of
XS
SM
MD
LG